جوزجان کې د لاسي توکیو پلورونکیو اعتراض

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د لاسي توکیو سلګونه پلورونکي او کراچۍ لرونکي چې د دغه ولایت د والي دفتر مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو وايي، که سیمه‌ییز چارواکي یې غوښتنې و نه مني، ځانونه به په دار را وځړوي.

د معترضانو په وینا، درې میاشتې کېږي چې د جوزجان ښاروالي دوی د ښار په منځ او پر واټونو نه پرېږدي او داسې ځای ته یې لېږدولي چې د توکیو پېرلو لپاره څوک نه ورځي.

د لاسي توکیو پلورونکي صالح‌محمد او فضل‌محمد وايي، کاروبار نه‌شته او اړ دي چې په بازار کې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره لاسي توکي وپلوري، خو په وینا یې ښاروالي له مارکېټونو خپل باج اخلي او موږ د سړک پر سر کاروبار ته نه پرېږدي.

دوی وايي، تر اوسه یې غږ چا نه‌دی اورېدلی او که بیا یې هم غوښتنو ته پام و نه‌شي، ځانونه به په دار راوځړوي.

خو د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق وايي، د شبرغان ښار د لاسي توکیو پلورونکي او کراچۍ‌والا د ښاري چارو د تنظیم کمېسیون د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې یوه ځانګړي ځای ته ولېږدول شی.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي سره له دې چې په ښار کې د نظم له راتلو خوښي څرګندوي، خو وايي، سیمه‌ییز چارواکي دې د لاسي توکیو پلورونکي او کراچۍ لرونکي یوه داسې مناسب ځای ته ولېږدوي چې توکي يې په ښه توګه وپلورل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام