جوزجان کې د داعش بهرني روزونکي د مېرمنو یوه ستره ډله روزي

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، د ننګرهار له اچین ولسوالۍ د داعش ډلې۲۰ بهرني وسله‌وال د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ ته ورغلي او په ځانګړي ډول ښځو ته ترهګریزې زده‌کړې ورکوي.

د درزاب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست امان‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د داعش دغه ډله په مغل کلي کې په اوونۍ کې دوه ځلې  تر ۶۰ تنو مېرمنې راټولوي هغوی ته د اسلامي خلافت زده‌کړو، ذهني منځنې ترڅنګ د نظام خلاف تبلیغ او د وسلې کارول ور زده‌کوي.

دغه‌راز د ولایتي شورا مشر بابر ایشچي د دغې موضوع پخلی کوي او زیاتوي، چې په درزاب ولسوالۍ کې له اچینه د نويو ورغلیو داعشیانو سربېره اوزبکستانۍ وسله‌الې مېرمنې هم شته چې د ښځو په ذهني مینځه اخته دي.

ایشچي وايي، دغه موضوع یې په وار ـ وار له حکومتي لوري سره شریکه کړې خو جدي پام ورته نه دی شوی.

نوموړی وايي، که حکومت په غوڅ ډول لاس په کار نه شي دا چاره به سختې ستونزې راپیدا کړي.

بل د درزاب یو استوګنی بازمحمد وايي، هلته موجود داعشیان په جلا جلا حقلو کې ښځو او ماشومانو ته د وسلې کارولو زده‌کړې ورکوي.

دی وايي، په درزاب کې مېشت داعشیان د نورو چارو ترڅنګ د سیمې ښځې او ماشومان خپلو لیکو ته رابولي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي چې تراوسه د داعش د کورنیو او بهرنیو غړیو له‌خوا ښځو ته د روزنې ورکولو په اړه هېڅ معلومات یې نه دي ترلاسه کړي.

دی وايي، اړوندې ادارې په دې اړه کار کوي چې اطلاعات ترلاسه کړي.

د ریپوټونو پربنسټ درزاب او قوش‌تپه د جوزجان له ناامنه ولسوالیو دي چې داعش ډله په کې پراخ حضور لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام