د ټولګټو چارو وزیر محمود بلیغ وايي، چې تر راتلونکو درېیو میاشتو به د بهسودو د دویم پله د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
محمود بلیغ نن (پنچ شنبه، جون ۲مه) په ننګرهار کې د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته زیاته یې کړه، چې د دې پله جوړونکي شرکت په مسوولینو یې فشار راوړی، چې ژر تر ژره دې پل جوړ او ګټې اخیستلو ته وسپاري.
دغه پل د بهسودو د پخواني پله سره په څنګ کې جوړېږي، چې پرې به د ننګرهار ولایت د بهسودو، کامې، ګوشتې، دره نور او کوزکونړ سربېره د کونړ او نورستان خلک هم تګ راتګ وکړي، چې اوسمهال په پخواني پل کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله زرګونه خلک په ساعتونو انتظار کوي.
له بل لوري ولسي وګړي په دې برخه حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، که حکومت د دغه پله کار په سم ډول څارلي وای، نو دوی به د ګڼې ګوڼې او ساعتونو انتظار شاهدان نه وای.
د بهسودو پله جوړونکي شرکت یو تن مسول ډاکټر ماهر سلام وطندار ته وویل، چې اوس یې د پیسو ستونزه هواره شوې، خو زیاته یې کړه، چې د کابل په سیند کې د اوبو د سطحې لوړېدو یې کار له ځنډ سره مخ کړی.
نوموړي زیاته کړه، که د سیند د اوبو کچه کمه شي، دوی به ډېر ژر د پل د جوړېدو چارې بشپړې کړي.
دوی وايي، چې یوازې ۱۰ سلنه د پله جوړولو چارې پاتې دي او نور یې تکمیل کړی دی.
د ننګرهار ولایتي ادارې د بهسودو پله جوړونکي شرکت ته د چارو د بشپړولو له پاره دوه میاشتې وخت ورکړی و، چې په دې موده کې د پله د جوړولو چارې تکمیل نه شوې.
د ننګرهار والي سلیم کندوزی وايي، چې د دې شرکت له مسوولینو سره یې خبرې کړې دي، چې په وینا یې د چارو ځنډ تخنیکي مسله ده او د شرکت مسوولینو ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به د پله د جوړول چارې پيل کړي.
د بهسودو دویم پل د کابل د پخواني پله سره څنګ په څنګ د کابل پر سیند د ۱۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ۳۵۰ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی او دواړو غاړو ته دوه، دوه متره پلي تګ ځایونه لري.