په تخار کې یوه ولسي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت په خواجهغار ولسوالي کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ ډلهييز جنسي تېری کړی دی.
د سرچینې په وینا، څلور طالبان له وسلو سره د شپې د «خداینور ملنګ» په نوم د یوه کس کيږدۍ ته ورغلي او پر لور یې جنسي تېری کړی دی.
دا پېښه وړمه شپه د خواجهغار ولسوالي د مینګچُقر سیمې په شهروان کلي کې شوې ده.
د خواجهغار ولسوال محمدعمر د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، طالبانو د خداینور ۲۰ افغانۍ هم پټې کړې دي.
هغه زیاتوي، د سیمې اوسېدونکو په بېل او کولنګ سه د طالبانو پر وړاندې اعتراض کړی، خو دا ډله هڅه کوي چې د معترضانو احساسات کنټرول او دا موضوع پټه کړي.
موږ وغوښتل چې په دې اړه د طالب ویاند ذبېحالله مجاهد نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره ونه توانېدو.
د یادونې ده چې طالبانو تېر کال هم په خواجهغار ولسوالي کې د ښوونځي پر یوې ۸ کلنې زدهکوونکې ډلهيیز جنسي تېری کړی و.