
په تخار کې د نامسووله وسلهوالو د نښتو له کبله ۳ کسان وژل شوي، یو شمېر ټپیان دي او لسګونه نور یې بېّځایه کړي دي.
دا نښته داسې مهال پیل شوه چې یو شمېر نامسووله وسلهوالو غوښتل چې د دغه ولایت د سرو زرو کان له کارکوونکیو نه باج واخلي چې د هغوی له مقاومت سره مخ شول.
د تخار د چاهاب ولسوالي د یوه اوسېدونکي په وینا، د غلامحسین وسلهوال چې د بشیر قانت کس دی، د دغه ولایت د نورابه په نوم د سرو زرو پر کان برید وکړ چې د کان له کارکوونکیو سره مخ شول.
په همدې حال کې د چاهاب ولسوالي په ځايي اداره کې یوه بله سرچینه وايي چې د نورابه د سرو زرو په کان کې تر نښتې وروسته د غلامحسین او فیضالله کسان د دې ولسوالي په بازار کې سره ونښتل چې له کبله یې د پولیسو یو افسر ټپي شوی دی.
دغه راز دواړه لوري تېره ورځ د څو ساعتونو لپاره د چاهاب په بازار کې سره نښتي چې د غلامحسین د کسانو له لوري د هاوان په وارولو سره څو کسان ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د نامسووله وسلهوالو له لوري د راکټي بریدونو له کبله لسګونه کورنۍ له چاهاب ولسوالي نه بېځایه شوې دي.
د دې ولسوالي مسوولان وايي، هره شېبه د دواړو لوریو ترمنځ د بیا نښتې امکان شته.
بلهخوا د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، د تېرې ورځې په نښته کې ۲ ماشومان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي او دغه راز مني چې له کبله یې لسګونه کورنۍ هم بېّځایه شوې دي.
بشیر قانت ولې نه نیول کېږي؟
«بشیر قانت دې محاکمه شي»

که څه هم د والي ویاند د یادو نامسووله وسلهوالو د هویت په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دواړه ډلې په چاهاب ولسوالي کې د سرو زرو د کان پر سر سره جګړه کوي.
په همدې حال کې په تخار کې یوه بله حکومتي سرچینه وايي چې دا نښتې په بشیر قانت او سناتور افضل پورې د تړلیو کسانو ترمنځ شوې دي.