بېګا شپه ځېنو کسانو د زمبابوی پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې له بریا وروسته، د خوشالۍ د څرګندولو په موخه هوايي ډزې وکړې چې په خلکو کې یې وېره خپره کړه.
یو شمېر کابلښاریانو چې له زمبابوې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبو هېڅ خبر نهوو؛ د هوايي ډزو په اورېدو یې فکر وکړ چې کابل کې ترهګرو ډلهییز بریدونه پیل کړل.
دوه تنه کابلښاریان کمالالدین او دینمحمد وايي، اوسنیو شرایطو کې کابل ښه امنیتي وضعیت نهلري او هوايي ډزې یو ناسم کار دی چې مخه نیول یې اړین برېښي.
دوی زیاتوي، کله چې ورزشي لوبغاړي هېواد ته ویاړونه راوړي؛ داسې خوشالي باید وشي چې نوره خوشالي وزېږوي؛ نه دا چې په بېځایه هوايي ډزو د خلکو ژوند واخلو او یا یې ژوند نارامه کړو.
د کمال الدین او دین محمد په وینا، بېګا ځېنو پولیسو هم هوايي ډزې کولې چې د دوی اندېښنې یې زیاتې کړې.
کابل اوسېدونکي له امنیتي بنسټونو غواړي چې د تېرې شپې د هوايي ډزو اصلي لاملان ونیسي او ویې پوښتي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، د تېرې شپې ډزو په اړه پولیسو لسګونه کسان نیولي او د هېواد د نافذو قوانینو پر بنسټ به جزا ورکول شي.
خو ښاغلی رحیمي د تېرې شپې ډزو کې د پولیسو لاس لرولو په تړاو د کابل اوسېدونکوی ادعاوې بېبنسټه بولي.
بېګانۍ هوايي ډزې په فېسبوک کې هم له جدي غبرګونونو سره مخ شوې او د ټولنیزو شبکو کارونکیو دغه کار د خوښیو لهپاره نه، بلکې د تاوتریخوالي لهپاره ترویج بللی دی.
دا لومړی ځل نهدی چې کابلښاریان د کرکټ لوبډلې د بریا په هرکلي کې هوايي ډزې کوي. کورنیو چارو وزارت هر ځل دغو پېښو ته د لاسرسي په اړه ویلي؛ خو داسې معلومېږي چې د امنیتي بنسټونو دغه کار مثبت اغېز نهدی کړی.