بلوڅان: د سولې بهیر کې دې قومونه له پامه نه غورځي

یوشمېر بلوڅ مشران چې نن په کابل کې راټول شوي وو وايي، افغان سوله یو ملي بهیر دی او باید ټول قومونه په‌کې ونډه ولري.

د افغانستان د بلوڅانو شورا رییس نظام‌الدین فطرت بلوڅ وايي، د واک تمرکز او ناعادلانه وېش د ناامني، ناخوښي او د قومونو ترمنځ د درز اچولو لامل کېږي او د روان وضعیت دوام په هېواد کې د مېشتو قومونو ازادي اخلي.

د بلوڅانو په وینا، دوی د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې اوسېږي، خو تراوسه یې غږ اورېدل شوی نه‌دی.

دوی د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون هم نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې ولسمشریزې ټاکنې باید پر خپل وخت وشي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام