عیني شاهدان وايي، د بلوچستان په سرښار کوټه کې د یو ټاکنیز مرکز ترڅنګ د پولیسو په یو موټر ځانمرګي برید شویدی. د کوټې «سول روغتون» ویاند وایي، پهدې برید کې له ۲۸ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰ تنو ډېر ټپیان دي.
د ده په وینا، په وژل شویو کې یو پولیس افسر او د هغه ۵ ساتونکي شامل دي.
د دې روغتون مسوولان وايي، په ټپیانو کې د ۱۰ تنو روغتیايي وضعیت وخیم دی او ممکن د وژل شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.
دغه ځانمرګي برید داسې مهال شوی چې نن په پاکستان کې د قامي او څلورو ایالتونو د څوکیو لهپاره ټاکنې روانې دي.
د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته ویلي، چاودنې کې د پولیسو ترڅنګ ملکیانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
عیني شاهدان وایي چې دا یو ځانمرګي برید دی؛ خو پولیس بیا وایي چې د پېښې له پلټنې وروسته به د چاودنې نوعیت په ډاګه شي .
تر دې مهاله د برید مسوولیت چا نهدی منلی؛ خو لهدې مخکې د بلوجستان په مستونګ سیمه کې د ټاکنیزو مبارزو پرمهال په یوې غونډې د شوي برید مسوولیت داعشیانو په غاړه اخېستی و چې ۱۵۸ تنه پهکې وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ نور پهکې ټپیان شويوو.
د کوټې په کومه سیمه کې چې دا چاودنه شوې هغه د قامي اسمبلۍ ۲۶۶ او د صوبایي اسمبلۍ ۳۱مه حلقه ده چې د متحده مجلس عمل د کاندید حافظ حسین احمد، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جمال ترکي او د بلوچستان نیشنل ګوند د اغاحسن بلوچ ترمنځ پهکې سخته سیالي روانه ده.