بلخ ولایت کې ناامنیو د سواد زده کړې مرکزونه فلج کړي دي

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست مسولین وايي، چې د ناامنیو زیاتېدلو دې ته اړ کړي، چې د چاربولک، البرز، شورتپه، چمتال، دولت اباد ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې د سواد زده کړې مرکزونه بند کړي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوی عبدالعزیز عزیزي وايي، سره له دې چې د دې ولایت خلک د سواد زده کړې له پروګرامونو سره لېوالتیا لري، خو د ناامنیو د زیاتېدلو او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درس ووایي.

د نوموړي پر خبره، اوسمهال ۳۳ زره او ۸۰۲ تنه د زیات عمر لرونکي نارینه او ښځې د سواد زده کړې په مرکز کې زده کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د بلخ ولایت په مرکز او کلیو کې ۱۶ زره ۱۴۰ تنه زده کوونکي د سواد زده کړو له بېلابېلو مرکزونو څخه فارغ شول.

عزیزي زیاتوي، د نا تایید شویو شمېرو له مخې ۸۰ سلنه د کلیوالو سیمو او ۲۰ سلنه د ښار اوسېدونکي بې سوداه دي. دی وايي، اوسمهال په دې ولایت کې ټولټال ۵۷۸ د سواد زده کړې مرکزونه، چې ۴۹۳ یې د مېرمنو له پاره ځانکړي شوي دي؛ په ټول ولایت کې فعالیت کوي، چې دغه شمېر د بې سوادو کسانو د شمېر په پرتله د بسنې وړ نه دي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، چې پولیس به د سواد زده کړو مرکزونو د امنیت خوندیتوب له پاره له هيڅ ډول هڅې ډډه و نه کړي.

بلخ د هېواد په شمال کې زیات نفوس لرونکو ولایت دی، وویل کیږي، چې په دې ولایت کې د شمال د نورو ولایتونو په پرتله زیات شمېر د سواد زده کړې مرکزونه موجود دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام