په بغلان کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د پلخمري ښار په الوان دښته کې د درېیمې امنیتي حوزې پر امریت برید کې د امر، د ټولي قوماندان او د هغه د مرستیال په ګډون، ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو د یاد امریت تجهیزات له ځانه سره وړي او ودانۍ ته یې اور اچولی دی.

د سرچینو په وینا، د پولیسو د درېیمې حوزې د سمت د امر ساتونکي چې له طالبانو سره یې لاس درلود، یوشمېر سرتېري چې ټپیان وو، وژلي دي.

د بغلان د عامې روغتیا رییس محب‌الله حبیب وايي، له سیمې ۶ جسدونه او ۳ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې په وینا یې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، ۳ سرتېري په بشپره توګه سوځېدلي چې نه پېژندل کېږي.

د بغلان پولیس د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سیمې ته د یوه پلاوي د استولو خبر ورکوي، خو امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاد برید کې ۱۷ سرتېري وژل شوي او د هغوی ځینې تجهیزات یې وړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام