
دا پېښه نن د سېشنبې په سهار د بغلان د پلخمري ښار «دیوار معدن» سیمه کې شوې ده.
د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین وايي، دغه کس د چاقو په وسیله د خپلې مېرمنې پلار، مور او ورور یانې، خُسر، خواښې او اوښی وژلي او خپله مېرمنه، لور او ښینه یې ټپي کړې ده.
تر اوسه پورې د دې پېښې علت نه دی معلوم.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت هم پېښه تاییدوي او وايي، په دې تړاو یې قاتل نيولی دی.