بغلان کې د کوکنارو کښت دوه برابره شوي

د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ادارې رییس وایي، چې په دغه ولایت کې د جګړو او نا امنیو له زیاتیدو سره د کوکنارو کښت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

نوموړی زیاتوي، چې تیر کال په بغلان کې پر ۱۱۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو سږ کال دا اندازه   ۲۰۰ هکتارو  ته لوړه شوې.

په همدې حال کې، د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې رییس وایي ، چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزې پولیس د جګړو له امله نه دي توانیدلي سږ کال د کوکنارو کښت له منځه یوسي.

د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې ادارې رییس فضل الحق اندرابي، د دغه ولایت په ډیرو برخو کې د مخالفینو لاسرسی، د خپل سره وسله والو شتون، د امنتیي ځواکونو بې غوري او د کرنیزو محصولاتو بیې ټیټوالی د کوکنارو کښت زیاتوالي اصلي لامل بولي.

هغه زیاته کړه: "سږ کال په خواشینۍ سره د ۹۴ کال په پرتله ۹۰ هکتاره د کوکنارو کښت زیات شوی".

اندرابي، د بغلان د نشه یي تکو پر ضد مبارزې له پولیسو غواړي، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو کروندو له منځه وړلو له پاره جدي اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د بغلان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې پولیسو قوماندان سمونوال نظام الدین نظام هم مني، چې د جګړو له امله نه دي توانیدلي سږ کال د کوکنارو کښت له منځه یوسي.

خو نظام زیاتوي، چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې یې ۱۴۵ قاچاق وړونکي له ۱۸۰۶ کیلو نشه یي توکو سره یوځای نیولي دي.

هغه وویل:" په دې اړه ۱۴۵ شکمن نیول شوي، ۳۴۷ کیلو هیروین، ۴۶۸ کیلو اپین، ۹۹۱ کیلو چرس او ۴۸ عرادې وسایط نیول شوي دي."

د بغلان د دغو سیمه ییزو مسوولینو پر وینا، د اندراب، بنو، ده صلاح، برکي، جلګې او تاله او برفک د بغلان له هغو ولسوالیو دي، چې سږ کال په کې ښه ډیر کوکنار کرل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام