بغلاني ګروندګر: بیا به په خپلو ځمکو کوکنار وکرو

د بغلان ولایت ځېنې کروندګر وايي، که حکومت د دوی د میوو حاصلاتو ته سړې خونې او د صادراتو زمېنه برابره نه کړي دوی، به د دویم ځل له پاره کوکنار وکري.

کروندګر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې روان کال په دغه ولایت کې د میوو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه وو، خو اوس  دوی وايي، چې د سړو خونو او بازار نشتوالي دوی ناهیلې کړي دي.

د بغلان ولایت بڼوال زیاتوي، دحپلو حاصلاتو له پاره سړې خونې نه لري، نو ځکه د میوو د حاصلاتو راشکولو په وخت کې خپل حاصلات په کمه بیه پلوري.

د کروندګرو له خوا د کوکنارو کرلو خبرداري د کرنې برخې شنونکي اندېښمن کړي دي.

د بغلان ولایت د پوهنتون استاد عبدالسمیع وفا وايي، چې د سړو خونو جوړولو له امله به خلک د کال په څلورو فصلونو کې تازه میوو ته لاس رسی ولري.

وفا وايي، د افغانستان میوې په کمه بیه پاکستان ته وړل کیږي او هلته د بسته بندۍ وروسته په څو چنده لوړه بیه بېرته افغانستان ته صادري ګيږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ چارواکي د ګروندګرو او بڼوالو دغه ستونزه مني او وايي، چې دوی د سړو خونو د جوړولو په هڅه کې دي.

د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رییس محمد سالم صافی له حکومتي مسولینو غواړي، چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او ګروندګر دې د زیان څخه وژغوري.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د سړو خونو جوړول، ترانزیټ ته پاملرنه او د تخنیکي امکاناتو موجودیت په صورت کې د هېواد حاصلات او صادرات زیاتیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام