بشري حقونه: په رواني ناروغیو اخته نجونو جنسي تېري کېږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو وضیعت او د هغوی د حقونو د څېړلو په موخه جوړې شوې غونډې کې وویل، دولت باید د ماشومانو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغو ماشومانو له پاره د سرپنا امکانات برابر کړي، چې په رواني ناروغیو اخته دي.

د بشري حقونو کمېشنرې ثریا رحیم وايي، هغه ماشومان په ځانګړي توګه انجونې چې په رواني ناروغیو اخته دي، د واټونو پر سر او د پلونو لاندې په ډېر بد حالت کې  ژوند تېروي.

نوموړې وویل، په دغو انجونو جنسي تېري کېږي او ځینې خو یې اومینداورې شوي هم دي.

ثریا رحیم وايي، په رواني ناروغیو اخته ماشومانو ته حکومت هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د بشري حقونو کمېشنرې وویل، د ښځو چارو وزارت په رواني ناروغیو اخته انجونو له پاره د سرپنا برابرو په برخه کې هېڅ کار نه دی کړی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو حقونو د ملاتړ مشر عبدالله عابد سلام وطندار ته وویل، چې په ۱۳۹۴ کال کې د ماشومانو د جبري ودونو ۲۳۵ ثبت شوې پېښې لري، چې په ۱۳۹۵ کال په لومړیو درې میاشتو کې بیا ۹۵ پېښې ثبت شوي.

عابد زیاته کړه، شمېرو ته په کتو د تېر کال په پرتله سږ کال د ماشومانو د جبري ودونو په پېښو کې زیاتوالی راغلی او لامل یې بېوزلي او د قانون نه پلي کېدل دي.

د بشري حقونو د کمېسیون چارواکي وایي، بېوزلي، غربت، شاقه کارونه، جبري ودونه او تاوتریخوالی هغه ستونزې دي، چې اوس هم افغان ماشومان ور سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام