.jpg)
یو شمېر وطنوال او مدني فعالان د دغه مطلب په څرګندولو سره وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د خپل منځي اختلافونو له امله ډېرې ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې شوي.
مدني فعالان وایي، د ناامنیو زیاتېدو، وزګارتیا او نه ځواب ویونکي حکومت ترڅنګ د بروکسیل غونډې ته هم حکومت لاسته راوړنه، نه لري.
خو د مالیې وزارت ویاند له اداري فساد سره د مبارزې، د عدليي او قضايي مرکز جوړول، له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي بنسټونو جوړول د حکومت لاسته راوړنه بولي.
له دې سره سره، چې د حکومت لوړپوړي چارواکي یوه اونۍ وروسته د بروکسل غونډه کې ګډون کوي، خو لاهم د نړیوالو مرستو جلب په موخه د ښې حکومتولۍ په اړه د حکومت مشرانو یو شمېر ژمنې نه دي عملي کړي.
مدني فعال احمد پرواني سلام وطندار ته وویل، د ملي یووالي حکومت مشران د ښې حکومتولي په برخه کې پاتې راغلي او ناامني ورځ تر بلې زیاته شوې؛ له همدې امله د بروکسل غونډې ته تش لاس ورځي.
د کابل ښار بل استوګن عبدالودود پدرام بیا وايي، چې نړیوالې ټولنې د افغانستان له حالاتو سره سم عمل نه دی کړی.
دی وايي، چې حکومت د ځینو ژمنو په عملي کولو کې پاتی راغلی او ښايي، چې د بروکسل په غونډه کې پراخې مرستې تر لاسه نه کړي.
.jpg)
په دې اړه د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، چې د عدليي او قضایي مرکز جوړول، د اداري فساد له منځه وړل، د لوی څارنوال ټاکل او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي بنسټونو جوړول د ښې حکومتولۍ په برخه کې د حکومت له لاسته راوړنو دي.
دی وایي، چې د حکومت مشران به په سر لوړۍ سره د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي.
د مالیې وزارت ویاند زیاتوي، چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي د ۲۶ واحدونو جوړول له افغان چارواکو د نړیوالې ټولنې غوښتنې وې، چې حکومت وکولی شول د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې دغه بنسټونه جوړ کړي.
په همدې حال کې یو شمېر وطنوال وایي، چې فساد، وزګارتیا او بېوزلي د خلکو او دولت تر منځ واټن ډېر کړی او خلک له دغه حکومته خوشاله نه برېښي.
د حفیظ الله په نوم د کابل اوسېدونکی وايي، له حکومته خوشاله نه دی، پر وینا یې ورځ تر بلې ناامني زیاتېږي او خلک خپل کارونه له لاسه ورکوي.
همدا ډول د هرات اوسېدونکې کریمه شکایت کوي، چې ناامني، وزګارتیا، خراب اقتصادي حالت او نه خوندیتوب له امله حکومت پاتې راغلی دی.
له دې ټولو سره سره افغان چارواکي به په راتلونکي اونۍ کې د نړیوالو مرستو جلبولو په موخه د بروکسل په غونډه کې ګډون وکړي.
د بروکسل له غونډې وروسته به معلومه شي، چې حکومتي مشران به له کومو لاسته راوړنو سره هېواد ته راستون شي.