باميانو کې نن سهار ۹ بجې د سکي د ملي فډراسيون، د باميانو کلب او د باميانو ولايت د سيمهييزې ادارې په همکارۍ د افغانستان، امريکا، فنلنډ، اېټاليا او انګلستان ترمنځ د ۶۷ سکي وهونکیو هلکانو ترمنځ د سکي سياليو لسم پړاو «افغان سکي» په نامه سيالۍ ترسره شوې.
د باميانو د سکي د کلب فني مرستيال سجاد حسيني وايي چې د سکي سياليو لسم پړاو کې افغانستان اتل شو.
مجبتی، حسینعلي او مهدي په ترتيب سره لومړی، دویم او درېيم مقامونه خپل کړل.
مجبتی وايي، پنځه کاله کېږي چې سکلي لوبې کوي او څلور کاله کېږي چې د باميانو په يادو سياليو کې لوبېږي. نوموړی هر کال په دې سياليو کې لومړی مقام ګټي.
حسینعلي چې په دې سياليو کې يې دويم مقام ګټلی وايي، د افغانستان د سکي وهونکيو پر مخ کې د معياري امکاناتو نشت لويه ستونزه ده.
امريکايي او انګلستاني سکي وهونکي وايي چې باميان سکي لپاره غوره ځای دی. دوی وايي، راتلونکی به هم په دې سياليو کې ګډون وکړي.
بامیان د هېواد د مرکزي ولایتونو له ډلې یو دی چې امن او ډېره واوره پهکې کېږي او په تېره یوه لسیزه کې ژمنیو لوبو، په تېره د سکي لوبې پهکې ښه پرمختګ کړی دی. هر کال د سکي سيمهييزې، ملي او نړیوالې سیالۍ د سلګونو کورنیو او بهرنیو سکي وهونکیو په ګډون په دغه ولایت کې کېږي.
په دې تړاو: