
په بامیان ولایت کې د ښځو چارو ریاست مسوولان او د ښځو حقونو فعالان په دغه ولایت کې په بېسارې توګه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د ډېرو خبر ورکوي.
د بامیان د ښځو چارو رییسه ذکیه رضايي وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو او کورنټین سره سم په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
هغې سلاموطندار ته ویلي چې د سږ کال په لومړیو درې میاشتو کې له ۱۳۰ زیاتې د تاوتریخوالي پېښې یې ثبت کړي؛ په داسې حال کې چې د تېر کال په ۱۲ میاشتو کې دا شمېر ۱۶۰ ته رسېده.
د نوموړې په وینا، د سږ کال په جوزا میاشت کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ پېښې ثبت کړې دي.
وژل، د ځانوژنې هڅه، جنسي تېری، ناوړه چلند، خوله وهل او د ډوډۍ نه ورکړه، هغه څه دي چې د دغه ولایت ښځې ورسره مخ شوې دي.
په بامیان کې مدافع وکیله او د ښځو حقونو فعاله حلیمه رضايي هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې ډېری دغه پېښې په بېوسه کورنیو کې شوې دي.
رضايي وايي، د سږ کال له پیل راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې شوي او د دوسیو د څار لپاره یې دې مراجعه کړې، خو د بامیان لویې څارنوالي یوازې د وژنو او جنسي تېري پېښې څېړي.
د نوموړې په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو څېړل د کورنټین له کبله ځنډېدلي او همدا لامل دی چې ځینې ښځې اړ دي، څو خپلې دوسیې وساتي او له تاوتریخوالي سره مل ژوند وکړي.
د بامیان په لویې څارنوالي کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي برخې رییسه شګوفه ثاقب وايي، د سږ کال په درې میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې ورسره ثبت شوي چې له ډلې یې د وژلو او جنسي تېري تر څېړنې لاندې دي.
ثاقب زیاتوي چې د ولسمشر د فرمان له مخې، د کورنټین پر مهال یوازې د وژلو او جنسي تېري پېښې څېړل کېږي او پاتې نورې به د ضمانت له اخیستو وروسته د کورنټین له پای ته رسېدو وروسته وڅېړل شي.