باسط ما ته خپل هغه انځورونه راوښودل، چې اروپاته له تګ نه شاوخوا یو نیم کال مخکې یې اخیستي وو. هغه وایي، مخکې له دې چې ناروې ته لاړ شي؛ عمر یې ۱۶ کالو کم و؛ خو اوس چې ۱۷ کلن شو؛ نو له ناروې یې وویست.
باسط کیسه کوي، کله چې ناروې ته له رسېدو یې ۱۰ ورځې نه وې شوې، چې غاښونه او هډوکي یې ورمعاینه کړل او د معایناتو په پایله کې یې عمر ډېر وښودل شو.
باسط زیاتوي، کله چې د ناروې د دولت له خوا هغه ته منفي ځواب ورکړل شو؛ د لویانو یو کمپ ته ولېږدول شو، چې له هغوی سره له ۶ میاشتو له تېرولو وروسته یې په څو کیسیز کور کې ژوند ته دوام ورکړ.
دغه ځوان په ناروې کې له یو کال تېرولو وروسته اوس په دې نظر دی، چې اروپا او نوره نړۍ د دوی له پاره د ژوند مناسب ځای نه دی او دوی چې د اروپا په اړه څه ډول فکر کړی و؛ هغسې نه وه.
باسط په اروپايي هېوادونو کې د نویو ورغلیو کډوالو د روغتیايي حالت په اړه هم اندېښنه ښيي، وايي، هلته ډېر کډوال په رواني ناروغيو اخته دي؛ خو څوک ورته پاملرنه نه کوي.
باسط سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، پرته له دې چې مخکې له مخکې هغه ته وویل شي، چې له دې هېواده ووځي، د ناروې پولیس سهار ۵ بجې په داسې حال کې چې هغه ویده و، له خوبه راپاڅولو او له ځان سره زندان ته روان کړ. د ده په خبره ۲۴ ساعتونو وروسته ورته په محکمه کې ویل شوي، چې تا د ناروې دولته ته دوکه ورکړې، په داسې حال کې چې افغانستان امن دی باید خپل هېواد ته ستون شې.
باسط همدارنګه وویل، چې په زندان کې ډېرې بدې ورځې تېرې کړې، پولیس په هر ځای او هره شېبه هغه څارلو او حتا د بندخونې د نورو ځایونو ترڅنګ په تشناب کې هم کمرې لګولېدلې وې او د ده ټول کارونه یې څارل.
دغه ځوان وایي، ده یوازې یو منفي امتیاز لرلو او کولې یې شول، چې د ۳ منفي امتیازو په اخیستلو سره یې د ناروې له حکومته د بیاځلي پنا غوښتنه کړی وی؛ خو محکمې او د ناروې حکومت پرته له دې چې هغه ته اجازه ورکړي او خبرې یې واوري؛ د هغه د راشړلو حکم ورکړ او د ناروې په پلازمېنې اوسلو کې له یوې میاشتې بند وروسته بېرته افغانستان ته راولېږل شو.
باسط، چې دواړه لاسونه یې په یوه بل موښل وویل، له هغه سره یې د یو مجرم غوندې چلن کړې په داسې حال کې چې هیڅ جرم یې هم نه و کړی.
له باسط سره په الوتکه کې ۸ نور ځوانان هم وو، چې هغوی هم له ناروې راشړل شوي وو.
دوی وايي، د ناروې دولت هر کس د څارنې له پاره دوه پولیسه ګمارلي وو.
باسط بیا د دې ټولو ستونزو پړه پر افغان حکومت واچوله او نیوکه یې وکړه، چې دولت د خلکو د ژوند ښه کېدو له پاره هېڅ کار نه دی کړی.
دی نیوکه کوي، چې افغان حکومت اروپايي هیوادونو د افغان کډوالو د راویستلو غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې، چې هغوی ته به د کار او ژوند زمینه برابروي؛ خو پر وینا یې دغه ټولې ژمنې دروغ وې.
یوه میاشت کېږي، چې باسط راغلی؛ خو تر اوسه نه پوهېږي چې څه وکړي؟ تر دې چې هغه لا تر دې مهاله له خپلې کورنۍ سره هم اړیکه نه ده نیولې. د باسط کورنۍ د غزني په یوه ولسوالۍ کې ژوند کوي. باسط کلونه پخوا خپل پلار کلونه له لاسه ورکړی او مور یې تر اوسه د هغه د راشړلو په اړه نه پوهېږي.
دی په یوازې ځان د ناامنیو له وېرې کور ته نه شي تللی او له دې وېرېږي، چې څوک یې په لاره کې ونه وژني.
باسط له څو نورو ملګرو سره د کابل په غرب کې په هغو پیسو چې د ناروې هېواد ورکړي؛ یوه کوټه نیولې. هغه چې اوس هېڅ کار نه لري وایي، که دا پیسې خلاصې کړي؛ نه پوهېږي چې څه به کوي؟