د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي، د دغه ولایت د پېستې ځنګلونه چې د هېواد ملي شتمني ده، اوس د طالبانو او غیرمسوولو وسلهوالو کسانو تر کنټرول لاندې دي.
د بادغیس ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي سلاموطندار ته وايي، دا مهال طالبان د پېستو ونو حاصلاتو را ټولولو او پلورلو له لارې کال کې میلیونونه ډالره عاید ترلاسه کوي.
د ښاغلي افضلي په وینا، دغه ډله د بادغیس د پېستو ونو له حاصلاتو په ګټې اخیستو، وسلې او پوځي تجهیزات اخلي او د حکومت پر وړاندې جنګیږي.
د بادغیس ولایتي شورا مرستیال ټینګار کوي چې د پستو ونو دغه ځنګلونه تېرو وختونو کې د خلکو او حکومت تر کنټرول لاندې وو او دولت له دغو ځنګلونو کال کې میلیونونه ډالره ګټه ترلاسه کول؛ خو اوس طالبان د سیمې خلکو ته هم د پېستو حاصلاتو راټولولو اجازه نه ورکوي.
د ښاغلي افضلي په وینا، هغوی په وار _ وار له حکومت او د بادغیس له ځايي ادارې غوښتي چې له دغو ځنګلونو د حفاظت لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه وګوماري؛ خو تراوسه پورې هېڅ اقدام نه دی شوی.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د پستو ونو د حاصلاتو له حیفومیل کېدو څخه اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه ولایت کې د طالبانو د پیاوړي کېدو یو لامل، د پېستو له ځنګلونو ګټه اخیستل دي.
د بادغیس یو شمېر مدني فعالان وايي، دغه ولایت کې زیاتره وسلهوال مخالفین د پستو له حاصلاتو په ګټې اخیستو له دولت سره جګړه کوي.
د هغوی په وینا، که چېرې حکومت دغه ځنګلونه تر ولکې لاندې راولي، ډېری طالبان به دولت سره یو ځای شي.
د بادغیس والي ویاند جمشید شهابي هم دغه ولایت کې د پستې ځنګلونو سیمو کې ناامنۍ تاییدوي او وايي، د پېستو حاصلاتو یوه مشخصه سلنه د طالبانو جېبونو ته لوېږي.
د ښاغلي شهابي په وینا، د بادغیس ځايي اداره هڅه کوي چې د پېستو ځنګلونو ساحې د طالبانو له موجودیته پاکې کړي چې د دغو ځنګلونو ګټه هم دولت او هم د سیمې اوسېدونکو ته ورسیږي.
د بادغیس ولایت د پېستو ډېری ځنګلونه د مرکز کلای نو ښار ۱۵ کیلومترۍ کې دي چې ځینې برخې یې د هرات ولایت خوا ته غځېدلي دي.
د ځايي چارواکیو په وینا، بادغیس ولایت دا مهال څه باندې ۳۰ زره هکتاره ځمکه کې د پېستې ځنګلونه لري.