د سلام وطندار موندنې ښيي، چې په ملي شورا کې د بادغیس ولایت استازی «سید محمد موسی جناب» د وسله والو ډلو د تجهیز او تمویل په وسیله د دغه ولایت په ناامنه کولو سره، په یو کال کې شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړې دي.
د بادغیس ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې سید محمد موسی جناب د نجیب الله، نورالله پهلوان او ملا عصمت په مرسته د دغه ولایت اب کمري ولسوالي ناامنه کړې ده.
د دغه ولایت اب کمري ولسوالي ځکه د اقتصادي ګټو له پلوه ځانکړی اهمیت لري، چې د بادغیس ولایت د پېستو ۸۰ سلنه ځنګلونه په دې ولسوالۍ کې موجود دي.
ویل کېږي، چې موسی جناب د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو نه د پېستو د حاصلاتو د راټولو په وخت کې مالیات اخیستي دي او هر کال له دې لارې زیاتې پیسې ټولوي.
دې ته په کتو سره په اب کمري ولسوالۍ کې له کلونو راهیسې موجود وسله وال له طالب ډلې سره تړاو نه لري، بلکې دغه کسان د وکیل موسی جناب پورې تړلي دي، چې د پېستو حاصلاتو نه د مالیاتو اخیستلو په پار دغه وسله وال تمویل او تجهیزوي.
په جرګه کې د بادغیس خلکو استازی قاضي عبدالرحیم رهین وايي، چې په اب کمری ولسوالي کې د نجیب الله په نوم نامسوله وسله وال کس له اره طالب نه دی.
رحیل وايي، چې نجیب الله د ملي پولیسو منصبدار و او د یوې قضايي دوسیې نه د تېښتې له پاره یې وسله واخیسته او د حکومت پر خلاف یې جګړه کې برخه واخیستله.
د دغه وکیل پر خبره، د نجیب الله د بې وسلې کولو له پاره یې حکومت ته یوه طرحه وړاندې کړې وه، خو طرحه د امنیتي او قضايي بنسټونو له لوري ونه منله شوه.
په یوه غږیز سند کې چې سلام وطندار ته را رسېدلی دی؛ له ورایه ښکاري، چې سید محمد موسی جناب یو شمېر وسله والو کسانو ته، چې شمېر یې ۴۰ کسو ته رسېږي؛ خبرې کوي.
دغه وسله واله ډله په اب کمري ولسوالۍ کې د ملا عصمت پر مشرۍ وسله وال فعالیتونه کوي.
په دغه غږیز سند کې موسی جناب د ملا عصمت له وسله والو کسانو غواړي، چې خپلې وسلې په سیمه کې پټې کړي او د بادغیس مرکز «قلعه نو» ته د یو لاریون له پاره ولاړ شي.
همدا ډول د جرګې دغه وکیل د ده تر فرمان لاندې کسانو ته امر کوي، چې ولسي وګړي په زور سره دغه لاریون ته ور وبولي.
خو موسی جناب له سلام وطندار سره د خبرو پرمهال دغه موضوع د ده په اړه یوه دسیسه وبلله او د سلام وطندار خبریال یې هم په دې تورن کړ، چې د ده د دښمنانو له خوا یې د دې موضوع په اړه پيسې اخیستې دي.
له بل لوري قاضي عبدالرحیم رحیل وايي، چې د اب کمري ولسوالۍ د ناامنه کېدلو اصلي علت نجیب الله او د بادغیس څو تنه نور پولیس دي. هغه زیاتوي، چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د پېستې د ۹۳ زره هکتاره ځمکې د حاصل ټوله ګټه د وسله والو مخالفینو جېب ته تللې ده.
د بادغیس ولایت یوي بلي سرچیني، چي نه یي غوښتل نوم یې خپور شي؛ سلام وطندار ته وویل، چې نه یواځې سیدمحمد موسی جناب د طالب وسله والو سره لاس لري، بلکې ډېر نور وکیلان هم د طالبانو او ترهګرو په نامه ځانګړې ډلې لري، چې له هغوی نه د خپلو سیاسي ګټو له پار کار اخلي او د نظام د ګډوډولو په اړه هیڅ ډل وېره نه لري.
افغان امنیتي ځواکونو تل په ضمني ډول، د ولس له استازو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې یو شمېر وکیلان د امنیتي ځواکونو او ځايي خلکو نه د امتیاز د اخیستلو په موخه، د خپلو بانفوذو سیمو د ناامنه کولو له پاره کوښښ کوي.
د بادغیس اب کمري ولسوالي په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د باثباتو ولسوالیو له جملې څخه وه او د (سولې ولسوالۍ) نوم یې ګټلی و. د بادغیس ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالروف وايي، چې په دې وروستیو کې د دولت مخالفینو د اب کمري او قادس پر ولسوالیو یرغلیز بریدونه کړي، خو امنیتي ځواکونو له پرلپسې څو ساعته نښتې وروسته په شا تمبولي دي.