د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ ۱۶ کیلومټره سړک پروژه چې دا ولسوالۍ د دې ولایت له مرکز قلعه نو سره نښلوي، په دې وروستیو کې بشپړه شوې وه، خو د معیار د نه مراعت له کبله چې قیر يې سم نه و اچولی دا سړک د له منځه تلو په حال کې دی.
د ياد ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، دا لاره په معیاري توګه نه وه اسفالت شوې او له همدې کبله ګټې اخیستو ته له سپارلو دوه میاشتې وروسته د له منځه تلو په حال کې ده.
د بادغیس مدني فعالان حفیظ الله ازاده نژاد او سلطان احمد شیخ الاسلامي سلام وطندار ته وویل، د بادغیس ابکمري ولسوالۍ د ۱۶ کیلومټره سړک د اسفالت چارې چې اوس اوس بشپړې شوي، د له منځه تلو په حال کې ده.
د بادغیس د مدني ټولنې رییس مبارک شاه ثاقب وايي، د دې سړک په جوړولو کې له بې کیفیته توکو کار اخیستل شوی او که دا سړک ترمیم نه شي، تر راتلوونکي یو بل کال پورې به په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
په ورته وخت کې د بادغیس د ټولګټو رییس عبدالله حمایت سلام وطندار ته وویل، دا پروژه تر اوسه بشپړه شوې نه ده او د دې سړک یوازې درې کیلومټره دې لپاره چې اوبه ترې لاندې شوي، تخریب شوی دی.
د بادغیس د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، د بادغیس د ابکمري ولسوالۍ د ۱۶ کیلومټره سړک چې دا ولسوالۍ د دې ولایت له مرکز قلعه نو سره نښلوي، ټولیز لګښت یې ۲۳۰ میلیونه افغانۍ دی.
د دوی په خبره، په پام کې وه چې دا سړک په روان لمریز کال کې بشپړ شي، خو د ځینو ستونزو له کبله د دې سړک د جوړولو چارې بل کال ته پاتې شوې.