اېسپر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو انتخاب دی، خو قوي نه

د امریکا د دفاع وزیر مارک اېسپر وايي، له ولسمشري ټاکنو وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یو انتخاب و، خو یو «ډېر قوي انتخاب» نه دی.

نوموړي دا خبرې پرون د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ټول امریکايي ځواکونه به افغانستان پرېږدي، کړې دي. هغه ویلي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو لپاره مهال‌وېش نه په ډاګه کوي.

امریکايي رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې پنټاګون به د سږ کال تر نومبر میاشتې او د امریکا د ولسمشري ټاکنو له کولو مخکې له ۸ زرو امریکايي ځواکونه له افغانستانه راوباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون ویلي و چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه راباسي.

نوموړي هم د خپلو ټولو ځواکونو د اېستلو لپاره مهال‌وېش په ډاګه نه کړ، خو ویې ویل چې په مناسبې تېزۍ سره به یې ځواکونه افغانستان پرېږدي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک پر بنسټ، ټاکل شوې چې دغه هېواد تر څلورو میاشتو پورې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را ټیټ کړي او تر ۱۴ میاشتو پورې ټول امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام