انضمام الحق د خپلو ملي ګټو له پاره افغان کرکټ پرېښود

د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي، چې د افغان کرکټ لوبغاړو روزونکي انضمام الحق د پاکستان د ګټو په پار د دغه کرکټ بورډ له روزنې استعفا ورکړې او د خپل هېواد کرکټ بورډ ادارې ته په کمو امتیازاتو تللی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم په دومره لنډ او تنګ وخت کې د انضمام الحق استعفا د دوی د ادارې له اصولو خلاف ده، خو دوی له پاکستان کرکټ بورډ سره د ښو اړیکو له مخې د هغه استعفا منلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، انضمام الحق باید درې میاشتې مخکې استعفا کړی وی، چې پر ځای یې دوی پر دویم انتخاب فکر کړی وی.

خبرباڼه وايي، تر اوسه د بل روزنکي په اړه پرېکړه نه ده شوې، خو زیاتوي، چې ډېر ژر به بل روزونکی وګومارل شي.

له دې وړاندې د پاکستان جیو ټلوېزیون ورزشي خبریال عبدالماجد بټي په خپل راپور کې ویلي وو، چې انضمام الحق له پاکستان کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسېدلی و او د دوشنبې پر ورځ به د پاکستان (چیف سلېکټر) په توګه دنده پیل کړي.

پخواني جزییات:

د جیو سوپر ټلوېزیون (ټویټر) پاڼې د افغان کرکټ بورډ د اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکلي، چې انضمام الحق باید د تړون له مخې د روان کال نومبر میاشت پورې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره پاتې شوی وی؛ خو له پاکستان سره ښو مناسباتو د ده موده ورلنډه کړه.

پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې د دې هېواد کرکټ بورډ د افغان لوبډلې برحاله روزونکی انضمام الحق د مشر ټاکونکي (چیف سلېکټر) په دنده ګومارلی دی.

په خپله د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش بیا په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي وو، چې له افغان کرکټ بورډ سره د  دندې چاري ساتلو او پرېښودلو پرېکړه انضمام الحق پورې اړه لري او دوی د نوموړي د هرې پرېکړې هرکلی کوي.

دغه راز د پاکستان رسنیو د کرکټ بورډ اجراییوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې بیا په لومړیو کې د چیرمین نسیم الله دانش د پیغام مخالف پیغام خپور کړ، چی انضمام الحق افغان کرکټ بورډ ته رسمي استعفا نه ده وړاندې کړې او یوازې په ټیلیفون یې د لوبډلې منیجر ته خبر ورکړی دی، چې د شوي تړون خلاف کار دی او ان د نوموړي خلاف د قانوني دوسیي جوړولو ګواښ هم لیدل شوی و.

دغه راز پاکستاني رسنیو بیا داسې راپورونه هم ورکړل، چې د کرکټ بورډ د لومړي انکار وروسته اوس جوته شوې، چې د انضمام الحق استعفا هم افغان کرکټ بورډ ته د برېښنا لیک له لارې رسېدلې ده.

د اېکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ تمه ښودلې، چې انضمام الحق ته د اوسني (چیف سلېکټر) هارون رشید د ۵ لکو پاکستانیو کلدارو څخه یو څه اندازه زیاتو ورکولو ته تیار دي؛ خو ۱۲ لکه روپۍ نه شي ورکولی.

په راپور کې ویل شوي، چی افغان کرکټ بورډ هره میاشت د نورو امتیازاتو تر څنګ انضمام الحق ته ۱۲ لکه پاکستانۍ کلدارې معاش ورکولو.

داسې هم ویل شوي، چې پاکستاني کرکټ بورډ افغان کرکټ بورډ ته د یو بل پاکستاني روزونکي د ورکولو وړاندیز کړی، خو په دې اړه تر اوسه افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي.

پخواني پاکستانې کپتان او منځني بیټسمین انضمام الحق د تېر ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د یو کال له پاره د انګلستاني روزونکي انډي مولز پر ځای د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي ټاکل شوی و.

د انضمام الحق په روزنه کې افغان کرکټ ملي لوبډلې بې سارې پرمختګ وکړ او افغان لوبډله په نړیوال کرکټ کې د یوې پیاوړې لوبډلې په څېره کې راښکاره شوه، چې د نړیوالو ترڅنګ یې د پاکستان کرکټ بورډ پام هم ځان ته واړولو.

پاکستاني کرکټ بورډ کې د انضمام الحق د جذبولو کیسه هغه مهال ګرمه شوه، چې پخواني هندي کرکټ لوبغاړي سارو ګنګولي، انضمام الحق د بیټینګ په برخه کې یو بهترین روزونکې وګڼلو.

په همدې حال کې د پاکستان ورزشي خبریال عرفان خټک سلام وطندار راډیو سره په خبرو کې وویل، له انضمام الحق سره د پاکستان کرکټ بورډ دلچسپي ځکه زیاته شوه، چې دی یو مذهبي کس دی، د نورو پخوانيو پاکستاني کرکټ لوبغاړو په پرتله د پاکستان کرکټ بورډ سره جنجالي کس نه شمېرل کېږي او په وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریالی روزونکی ثابت شو او هم د نورو بهرنیو روزونکیو په پرتله په کمو پیسو ګومارل شوی و، ځکه پاکستان خپلې خوا ته کش کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام