امنیت شورا: په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د استخباراتي ادارو د ملاتړ په اړه اسناد راټولوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د ځینو هېوادونو د استخباراتي ادارو د ملاتړ او د جګړې دوام په اړه یې د کره اسنادو او ثبوتونو په راټولو کار پيل کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار ته وویل، دوی د داسې اسنادو په را ټولو کارپیل کړی، چې په افغانستان کې له ترهګرو سره د ځینو نړیوالو استحباراتو اړیکې ثابتوي.

غورځنګ وایي، دوی به داسې اسناد او شواهد راغونډ کړي، ترڅو دا په ثبوت ورسوي، چې یو شمېر بهرنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې له ترهګرو ډلو په بېلابېل ډول ملاتړ کوي.

ده زیاته کړه، دغه اسناد او شواهد به بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي، تر څو په اړه یې اقدام وکړي.

له ترهګرو سره د نړیوالو استخباراتو د ملاتړ موضوع  په داسې حال کې راپورته کېږي، چې له دوو ورځو راهیسې داسې ریپوټونه خپرېږي، چې ګواکې طالبانو د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې خپل ځانګړي استازي ټاکلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام