امنیتي څانګو کې د ګومارنې په پار د حزب اسلامي نوملړ رد شوی

د سولې عالي شورا د دارالنشا د بهرنیو اړیکو رییس احمد فرزام وايي، له دولت سره د حزب اسلامي د سولې لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ د دې ګونډ یو شمېر نظامي او ملکي کدرونه باید د حکومت په اډانه کې جذب شي.

احمد فرزام سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، حزب اسلامي تېره ورځ د خپلو نظامي او ملکي کدرونو ۱۰۰ کسیز نوملړ د سولې هوکړه لیک عملي کولو کمېسیون ته ورلېږلی و.

فرزام وايي، له دغو ۱۰۰ کسانو ۸۰ هغه یې د ملي دفاع وزارت او ۲۰ نور یې د کورنیو چارو وزارت ته ورمعرفي شوي وو، چې د ټاکل شويو معیارونو نه پوره کولو له کبله دغه نوملړ بېرته حزب اسلامي ته ورلېږل شوی دی.

احمد فرزام وویل، هغه اشخاص چې کمېسیون ته ورمعرفي کېږي د تابعیت تذکره، سوانح او نظامي رتبه ولري؛ دغه راز له حزب اسلامي سره یې د اړیکې څرنګوالی هم معلوم وي.

په دې اړه د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمان سعید سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د معرفي شویو کسانو اسناد بشپړوي، دا د چارو ابتدايي مرحله ده او په ټولو موضوعاتو له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره بحث کوي.

دی وايي، معرفي شوي کسان په دغو وزارتونو کې کاري مخینه لري او هلته یې سوانح موجودې دي.

له دولت سره د حزب اسلامي د سولې هوکړه لیک پربنسټ د دې ګونډ هغه شمېر کسان چې په نظامي او ملکي بنسټونو کې پخوانۍ کاري مخینه لري؛ د معیارونو له مخې دندو ته ورمعرفي کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام