د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال قسیم جنګل باغ د دغه ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې د موجودیت خبر ور کړ.
د دغه ولایت امنیه قوماندان وايي، د دوی موندنې ښيي، چې په چهاردرې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۲۰ تنه د داعش وسله وال کسان فعالیت کوي او په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره نښتې هم کړې ده.
د کندوز ولایت د پولیسو قوماندان وايي، چې د داعش ډلې کسان بهرني اتباع دي او امنیتي ځواکونه د دوی د ځپلو له پاره پوره چمتووالی لري.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي هم تایيدوي، چې د ولسي خلکو د اطلاعاتو له مخې داعش وسله والې ډلې کسان د کندوز په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کوي.
د ولایتي شورا دغه غړی خبرداری ورکوي، چې که د طالبانو او داعش ډلې د ځپلو له پاره نظامي عملیات پیل نه شي په کندوز کې به يو ځل بیا امنیتي حالت خراب شي.
له دې مخکې د کندوز پخواني والي په دې ولایت کې د داعش وسله والې ډلې د ۷۰ تنو وسله والو د فعالیت راپور ورکړی و او دغه راپور د امنیتي مسوولینو له لوري رد شو.