امنیتي ځواکونو له یو کال وروسته د خواجه عمري ولسوالي بېرته ونیوله

هغه مهال چې غزنی د طالبانو لاس ته ورغی، د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوالي هم طالبانو ونیوله.

خو اوس د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي چې امنیتي ځواکونو نن سهار د خواجه عمري ولسوالي ودانۍ بېرته ونیوله. د ملي دفاع وزارت هم دا خبر تاییدوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د یادې ولسوالي تر نیولو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې په خواجه عمري ولسوالي کې د نورو امنیتي ځواکونو په ځای پرځای کولو سره به د دې ولسوالي ټولې ادارې برخې فعالې شي.

په همدې حال کې د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وايي چې طالبانو د خواجه عمري ولسوالي د ودانۍ ځینې برخې نړولي او امکانات او تجهیزات یې هم سوځولي دي. د نوموړي په وینا، کېدای شي طالبانو د ولسوالي په ودانۍ او ورغلو لارو کې ماینونه ځای پرځای کړي وي.

طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

افغان ځواکونو شاوخوا لس ورځې وړاندې د غزني ولایت ده‌یک ولسوالي هم له یو کال وروسته له طالبانو ونیوله.

د ملي دفاع وزارت داسې مهال د خواجه عمري ولسوالي د بېرته نیولو خبر ورکوي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، هغه سیمې چې له کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي، ډېر ژر به بېرته ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام