امنیتي او دفاعي ځواکونو د څو میاشتو معاش اخیستی نه‌دی

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، که څه د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنۍ پیسو ته جدي اړتیا لري، خو له ډېرې مودې راهیسې د یوشمېر سرتېرو معاشونه ورکړل شوي نه‌دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د معاش نه‌ورکول، هېڅ ډول قانوني توجیه نه‌لري او حکومت یې باید ژرترژره ورکړي.

بلخوا د ولسي جرګې یوشمېر نور غړي د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو چې ویلي یې دي، د طالبانو په وژل کېدو یې زړه ماتېږي، نیوکه کوي او وايي دا ډوال څرګندونې د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کوي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې امنیتي ځواکونه د معاش نه‌ورکولو او د جګړې په ډګر کې ورته د خوراکي توکو او مهماتو نه‌رسولو په اړه شکایت کوي. د حکومتي مسوولانو ځواب هم هر ځل دا و چې ژر‌ترژره به یې ستونزې حل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام