امنيتي چارواکي: پر طالبانو به یرغلیز او تهاجمي حالت ته دوام ورکوو

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، که څه هم طالبانو خپل پسرلني عملیان نه دي اعلان کړي، خو جګړه یې په عملي توګه پيل کړې.

اندارابي د ملي امنیت له سرپرست او لوی درستیز سره په کابل کې ګډې خبري ناسته کې وویل چې طالبانو په پرله‌پسې توګه له امریکا سره له کړي تړونه سرغړونه کړې او په اکثریت ولایتونو کې یې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو له بریدونو سربېره له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې نه دي پرې کړي. 

نوموړي زياته کړه چې طالبانو د يو شمېر بريدونو مسوولیت منلی او د ځینو یې نه دی منلی؛ خو طالبان نه‌شي کولی د اعلامیې په خپرولو سره خپل ځان له مسوولیته پاک ثابت کړي.

دغه راز د ملي امنیت سرپرست احمدضیا سراج وویل چې طالبانو له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ۳۸۰۰ بریدونه کړي چې په کې ۴۲۰ ملکیان وژل شوي ۹۰۶ نور ټپيان شوي دي.

سراج زیاته کړه چې طالبان هڅه کوي د سولې په ځای د جګړې ډګرونه تاوده وساتي. 

د وسله وال پوځ لوی درستیز بسم الله وزیري هم په دغه ناسته کې د ملکي وګړيو پر خونديتوب ټینګار وکړ او ويې ویل چې په تېرو څو ورځو کې د دقیقو عملیاتو په پایله کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

امنیتي چارواکيو ټینګار وکړ چې له ملکي وګړيو او ملي تاسیساتو د ساتنې په موخه به د ولس په غوښتنه او د ولسمشر په حکم یرغلیز حالت ته دوام ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام