امریکا په افغانستان کې خپلې ملکي مرستې ارزوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او افغان حکومت په افغانستان کې د خپلو ملکي مرستو د ارزونې خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ارزونې د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه او د امریکا په تایید کېږي او موخه یې له افغانستان سره د امریکا د سټراټېژیکو مرستو ارزونه ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د دې ارزونې له مخې به په افغانستان کې د له روڼتیا، ځواب‌ورکونې او په لومړیتوبونو د ملکي مرستو وېش، د افغانستان د ملي بنسټونو پیاوړتیا او د افغانانو د هوساینې ملاتړ کېږي او دواړه لوري به هوکړه وکړي چې د امریکا ملکي مرستې باید د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره دوام وکړي.»

په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په افغانستان کې د امریکا پانګونه به د نړیوالې ټولنې د هڅو په چوکاټ کې د افغانستان د اقتصادي هوساینې د ملاتړ لپاره کېږي.

د سیګار د وروستي راپور له مخې، امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان په نظامي او ملکي برخو کې له ۹۰۰ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لګولې دي.

ټاکل شوې دا ارزونه د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې تر پایه وشي.

د یادونې ده چې امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مالي ملاتړی هېواد دی چې په نظامي، روغتیا، پوهنې، اقتصادي پرمختیا، زېربناوو او د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتلو برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام