د امریکا متحده ایالاتو د کیفري نړیوالې محکمې د څارنوالې فاتو بنسودا ویزه چې غوښتل یې په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو د کړنو په اړه څېړنه وکړي، لغوه کړې ده. د فاتو بنسودا دفتر دا خبر تایید کړی دی.
فاتو بنسودا له ۲۰۱۷ کال راهیسې په افغانستان کې د «جنګي جنایتونو» په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د کیفري نړیوالې محکمې د څارنوالې په څېړنو کې د جګړې د ښکېلو اړخونو کړنې او له بندیانو سره د امریکايي نظامیانو چلن هم شاملېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره میاشت ویلي و چې هېواد به یې د کیفري نړیوالې محکمې د هغو کارکوونکیو وېزې رد یا لغوه کړي چې د امریکايي نظامیانو پر کړنو څېړنه کوي.
امریکا د روسیې او چین په څېر د دغه نړیوال قضايي دېوان غړیتوب نهلري.
فاتو بنسودا تر دې مخکې په منظمه توګه امریکا ته سفر کاوه او هلته یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د هغو دوسیو په اړه معلومات ورکول چې یادې قضایي مرجع یې په اړه څېړنې کولې.
اروپايي اتحادیې د واشنګټن پر دې پرېکړه نیوکه کړې ده.
د دغه خبر له خپرېدو سره هممهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، که د نړیوالو سازمانونو غړي غواړي چې امریکا ته راشي، کولای شي د ډيپلوماټیکو وېزو غوښتنه وکړي.
اړوند مطالب: