امریکا د ارګ او سپېدار ترمنځ منځګړتوب کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ونه توانېده چې د دوو لوړوو مراسمو مخه ونیسي.

نوموړي هڅه وکړه چې د ډیپلوماسۍ له لارې د محمداشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافونه حل کړي، خو ونه توانېده.

د دغو دوو لوړو مراسم چې محمداشرف غني په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار کې جوړ کړي وو، پرون پای ته ورسېدل، خو پایلو یې امریکا او خلیلزاد اندېښمن کړي دي.

خلیلزاد له یادو مراسمو وروسته پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د شته ستونزو د حل لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي د غني او عبدالله څرګندونو ته په اشارې ویلي چې دواړه خبرو ته چمتووالی لري.
زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي: «ما د تېرې اوونۍ ډېره برخه پر دې تېره کړه چې ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله پر یوه ټول‌شموله حکومت هوکړه وکړي. موږ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې موازي حکومتونه او د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي اختلافونو حل ورته د منلو نه دی. نوموړي ویلي، امریکا د دواړو لوریو د هوکړې لپاره هڅه کوي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې خبرپاڼې له لارې د مایک پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د هېواد ناسم وضعیت د امریکا د نفاق اچوونکیو سیاستونو پایله ده. د کرزي په وینا، امریکا کولای شوای چې د لوړې مراسمو مخه ونیسي او د اختلافونو او سیاسي بې‌ثباتیو مخه ونیسي.

سپېدار سلام‌وطندار ته ویلي چې د لوړې له مراسمو وروسته خبرې اترې نه دي شوې، خو په وینا یې، چمتووالی ورته لري. موږ په دې اړه د ارګ د نظر په اخیستو ونه توانېدو، خو یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، ارګ سیاسي حل‌لارې ته لېوالتیا لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام