امانویل د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر شو

فرانسه تېره ورځ د ولسمشريزو ټاکنو شاهده وه، چې ډېرو خلکو منځ لاري امانویل مکرون او د ښي‌خوا ملي جبهې نوماندې مارین لوپن ته د رایو د ورکولو په پار صندوقونو ته ورغلل.

فرانسه د لومړي ځل له‌پاره ولسمشریزو ټاکنو ته د داسې نوماندانو شاهده وه، چې یو هم په بانفوسو ګوندونو پورې تړاو نه لرلو، چې په پایله کې یې د فرانسې پخوانی پانګه‌وال امانویل مکرون د ۶۰ سلنو رایو په وړلو سره د فرانسې ولسمشر شو.

د امانویل بریالي کېدل د نړۍ د ډېرو هېوادونو له هرکلي سره مخ شول.

۳۹ کلن امانویل مکرون د ولسمشریزو ټاکنو په ګټلو سره د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر شو او د بناپارت ریکارډ یې مات کړ.

د فرانسې له انقلابه وروسته په ۱۸۴۸ کال کې د ناپلیون بناپارت وراره لوی ناپلیون د ۴۰ کلنۍ په عمر د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام