افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له هندوستان او بنګله دېش سره لوبیږي

ټاکل شوې ده، چې  د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله له هندوستان او بنګله دېش ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو سره په درې اړخیزه ټورنمنټ کې ولوبېږي.

دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۰ مه نیټه د ۱۰ ورځو له پاره د هندوستان په کلکته ښار کې پېلیږي.

دا به لومړې ځل وي، چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله په داسې درې اړخیزه ټورنامنټ کې له بشپړو غړیتوب لرونکو لوبډلو سره په هندوستان کې لوبیږي.

د سیالیو موخه د بنګله دېش په کوربتوب ۲۰۱۶ م کال ۱۹ کلنو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو ته تیاری ښودل شوی.

ټاکل شوې ده، چې د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ دا ځل راتلونکې کال د بنګله دېش په کوربتوب ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې دا سر په سر څلورم ځل دی، چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله په نولس کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.

له دې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۰ م ز کال لومړي ګډون کې ترټولو وروستی ۱۶ م ، ۲۰۱۲ م کال کی ۱۰ م او تیرکال بیا بهترینه ۷ م مقام ترلاسه کړي وو.

که څه هم سیالیو ته یواځې ۱۲ ورځې پاتې دي، خو افغان کرکټ بورډ نه هم تراوسه د سیالیو په اړه کوم خبر ورکړی او نه یې ورته د لوبډلې اعلان او نه هم تمرینات پیل کړي.

دهندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه دری اړخیزه ټورنامنټ ته یې خپله لومړنۍ ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.

ټاکل شوې ده د سویلي افریقې کرکټ ملي لوبډله به دا ځل په ۱۱ م پړاو نولس کلنو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

سویلې افریقې تیرکال د عربي اماراتو په کوربتوب په فاینل لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د خپل کرکټ تاریخ لومړۍ ستره اتلولي وګټله.

د نولس کلنو په کرکټ نړیوال جام د اسټرالیا اوهندوستان واکمني ده، چې درې درې ځلې یې د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام