افغان کرکټ ملي لوبډله په تود هرکلي هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې د هندوستان په کوربتوب ۲۰۱۶ کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه ایرلینډ او سکاټلینډ ته تللې وه؛ نن هېواد ته راستنه شوه.

لوبډلې ته د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ولسي جرګې یو شمېرغړو، د کرکټ بورډ کارکوونکو او مینه والو له خوا تود هرکلی وویل شو.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب نړیوال ټاکنیز پړاو ټورنمېنټ کې نه یواځې د راتلونکي کال شل اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه، بلکې ترڅنګ یې د سیالیو پنځم مقام هم وګټلو.

د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي هېواد ته په راستنیدو له‎‎‎ رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې کرکټ لوبه ګټل او بایلل لري، د عمان خلاف ماته د افغانستان ملي لوبډلې لپاره بده ورځ وه، دوې لوبې د باران ښکار شوې، خو د راتلونکو سیالیو لپاره یې ډېرې زده کړې وکړې.

دغه راز د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي نبي عیسې خېل، چې د هانګ کانګ پر خلاف ماته کې یې یو شمېر مینه وال ګرم بولي؛ رسنیو ته وویل چې افغان لوبډله د پخوا په پرتله د دې سیالیو ګټلو لپاره له هر اړخه ډېره پیاوړې وه، خو بدقسمتي وه ،چې فاینل ته مو لاره پیدا نه کړای شوه.

همدارنګه له کرکټ ملي لوبډلې سره مل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د عمان پر خلاف ماته کې عمده ستونزه موجوده وه ، چې د افغانستان د مخکې تګ خنډ شو، د دغو ستونزو څېړنه به وکړي او له مخې به یی پرېکړه وکړي.

د ښاغلي ستانکزي پر وینا، چې عمان لوبډله له هغې ډېره پیاوړې وه، څومره چې افغان کرکټ ملي لوبډلې فکر کړی و.

د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره د یوې مخکښې دعویدارې لوبډلې په توګه دغه ټورنمېنټ کې برخه واخیستله، خو د عمان پر خلاف ماتې د اتلولۍ خوبونه په اوبو لاهو کړل.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د څلورم ځل لپاره په شل اوریز نړیوال جام ټاکنیز پړاو کې لوبې وکړې چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه، خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې له ایرلینډ وروسته دوهم مقامونه ګټلي وو او دا ځل له ډېرو سیالیو وروسته پاتې شوه.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام