د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې – د سلواغې ۱۷مه ـ په اسټرالیا کې په یوه تمریناتي لوبه کې ځایي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دا پنځوس اوریزه لوبه د اسټرالیا ویسټرن ډسټرکټ لوبډلې سره ترسره شوه، چې د دې لوبډلې په ماتې تمامه شوه.
په پچه اچونه کې افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې وار وګاټه او په ۵۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۴۷ منډې جوړې کړي، چې ویسټرن ډسټرکټ ته يې ۳۴۸ منډې هدف وټاکه.
د لوبې پیلوونکي یا هم اوپنر جاوید احمدي ۱۶۷ منډې جوړې کړې، ورپسې نوروز منګل ۹۲، محمد نبي ۲۳، عثمان غني ۱۴، ګلبدین نایب ۱۲ او نجیب ځدراڼ ۸ منډې جوړې کړې.
په مقابل کې ویسټرن ډسټرکټ اسټرالیايي لوبډلې په ټولو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې چې افغان ملي لوبډلې د ۱۵۴ منډو په توپیر لوبه وګټله.
په دې لوبه کې افتاب عالم ۲، جاوید احمدي ۲، حمید حسن ۱، دولت ځدراڼ ۱ او ګلبدين نایب ۳ لوبغاړي وسوځول. په دې لوبه کې جاوید احمدي د ډېرو منډو په خاطر د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
تر دې وړاندې دکرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر سویلي افریقایي ډیویډ ریچرډسن ویلي دي چې افغانستان او دنړۍ دوهمه درجه لوبډلو نړیوال جام سیالیو ته ښه تیاری نیولی دی.
د نوموړي په وینا که د کرکټ نړۍ سترې او د نړیوال جام ګټلو لپاره مخکښې نوماند لوبډلې د افغانستان په څیر دویمه درجه لوبډلې کمې ونیسي تاوان به وکړي.
نوموړي د یوه پخواني سویلي افریقایي لوبغاړي په توګه لوبډلو ته مشوره ورکړې ده چې د کرکټ په لوبه کې د نویو قوانینو ۲ نویو بالونو د کارولو او دغه راز د فیلډینګ محدودیتونو ته په کتو برید کوونکې کرکټ وکړي او د منډو ایسارولو کوښښ ونه کړي.