د کرکټ نړیوالې شورا کلنۍ غونډه د سکاټلینډ په کوربتوب (ایډنبرا) ښار کې پیل شوه، چې په کې په لومړۍ ورځ د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د اصلي اجنډا ترڅنګ د نمیبیا کرکټ بورډ د شکایټ په پایله کې د لوبغاړو په استازیتوب رسمي بښنه وغوښته.
د (کریک انفو) د نني راپور له مخې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په خپل کوربتوب د روان کال په پیل کې د هندوستان په (نویډا) کرکټ لوبغالي کې د (انټرکانټینینټل) جام څلور ورځنۍ سیالۍ پرمهال یو شمیر نمیبیایي کرکټ لوبغاړو په وړاندې د توکم یا نژاد پرستۍ خبرې کړې وې او دوی یې په خپلو خبرو ځورولي وو.
د نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د خپل کرکټ بورډ په مرسته د افغان لوبغاړو له خوا کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړې وو، چې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د توکم پرستۍ کارپوه په منځنګړيتوب او افغان کرکټ بورډ په رسمي بښنې غوښتنې سره دغه شکایت د دواړو خواو په رضا حل شو او دوسیه یې بنده شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو نوم تراوسه نه ده اخیستل شوې، خو د افغانستان کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وینا، د نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د افغانستان له خوا اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي او چیرمین نسیم الله دانش ګډون کړی دی.
افغان کرکټ بورډ چارواکو د منځګړي کارپوه په شتون کې منلې، چې ښایي د افغان لوبغاړو ځینې خبرې د نړیوالې شورا (قانون) مات کړي وي او د نمیبیا کرکټ لوبغاړو په وړاندې یې د افغان لوبغاړو له خوا د لوبو د اخلاقو څخه لرې او نژاد پرسته خبرو له یاد کرکټ بورډ څخه بښنه غوښتې او دا یې د افغان لوبغاړو له خوا د حساسیت نه درکول، غلط فهمي او دغه راز د کلتورونو توپیرپایله یاده کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا د منځګړي کس په شتون کې پریکړه وشوه، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به د کرکټ نړیوالې شورا سره د لوبې اخلاقو د زده کړې په روزنېز کورس کې ګډون کوي.
نړیوالې شورا ویلي دي، چې په دې ټولګي کې به افغان لوبغاړي د نژاد پرستۍ، د ژبې او نورو حساسیتونو درک کولو په موخه د نړیوال کرکټ لوبغاړو له مسولیتونو څخه خبر شي.
دغه راز د کرکټ نړیوالې شورا اجرایوي مشر "ډیف ریچرډسن" هم د نژاد پرستۍ متخصص او د دوسیې له منځګړي او همدارنګه راز د دواړو نمیبیا او افغانستان کرکټ بورډ له مشرانو مننه کړیده چې هوکړې ته رسیدلي او د پیښې د نه تکرارولو له پاره یې ژمنتیا ښودلې.
د ریچرډسن په وینا، په ورزش کې نژاد پرستۍ ته هیڅ قسم ګنجایش نشته او باید په نړیوال کرکټ کې لوبیدونکي لوبغاړي د دې له عواقبو خبر اوسي.
په ۲۰۰۹ م ز کال کې هم د اسټرالیا په سفر کې د هندوستان او کوربه لوبډلې ترمنځ د سیالیو پرمهال د هندي هربجن سینګ او اسټرالوي انډریو سایمنډ ترمینځ د نژاد پرستۍ ستونزه را ولاړه شوې او نږدې وه، چې هندوستان د اسټرالیا سفر په نیمایي کې پریږدي، خو په کې کامیابه منځګړیتوب وشو او د ستونزې په هواریدو د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالۍ د پلان له مخې پای ته ورسید.
د کرکټ نړیوالی شورا کلنۍ غونډه نن په سکاټلینډ کې پیل شوه، چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو ترڅنګ د یادې شورا دغړو هیوادونو لسګونه چارواکي برخه لري، چې ۶ ورځې به روانه وي.