افغان کرکټ بورډ راتلونکې سیالۍ ته لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د پاکستانۍ حبیب بینک لوبډلې خلاف پلان شوې دویمې ۴ ورځنۍ سیالۍ ته خپله ۱۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان شوی چې افغان پرمختیایي کرکټ لوبډلې ته د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نوروزمنګل هم راستون شوی دی خو دا چې د یوه عادي لوبغاړي په توګه او یا هم د کپتان په توګه به ولوبیږي تراوسه معلومه نه ده.
دغه راز په نورو اعلان شویو لوبغاړو کې د نوموړي ورور احسان جنت، طارق ستانکزی، یونس احمدزی، طاهرخان عادل، شوکت زمان، منیر احمد، شرف الدین اشرف، افتاب علم، سیداحمد شیرزاد، ظاهرخان، احمد قیس او شاهدالله مندوزی شامل دي.


اعلان شوې لوبډله به د دوشنبې په ورځ د حبیب بینک لوبډلې خلاف په کابل الکوزي نړیوال لوبغالي کی د لوبې ډګر ته ووځي.
د دواړو افغانستان پرمختیايي او حبیب بینک لوبډلو ترمینځ لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه د ۴ ورځو لوبو وروسته د ناصرجمال د غبرګې سلیزې په مت په مساوي توګه پاې ته ورسیده.
په سیالۍ کې دافغانستان له پاره د ناصرجمال ترڅنګ جاوید احمدي او افسرخان ځاځي په بیټینک کی خو ظاهرخان په بالینګ کې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
کرکټ بورډ په خپره شوې خبرپاڼه کې د خپل عمومي مشر نسیم الله دانش له خولې لیکلي (دویمه څلور ورځينۍ لوبه به زموږ د لوبغاړو مهارتونه لوړ کړي ترڅو د ازمایښتي یا ټیسټ لوبو له پاره اماده شي).
د نوموړي په وینا، نړیوالو لوبغاړو او حبیب بانک لوبډلې کوربه توب افغانستان له پاره لویه لاسته راوړنه ده. امید دی چې دا لوبې به کابل ته د نورو لوبډلو د راتګ زمینه مساعده کړي. 


ښاغلي دانش زیاته کړې، د سیالیو دا لړۍ د افغانستان د ملي لوبډلې له پاره ښه فرصت دی چې د سکاټلنډ، نیدرلنډ او ائیرلنډ سفرونو له پاره امادګي ولري.
افغان کرکټ بورډ دغه راز په خپره شوې خبرپاڼه کې د لومړي ځل له پاره ومنله چې ښایي د افغانستان خلاف ۴ پنځوس اوریزه سیالیو له پاره به شاهد افریدي، عمرګل او احمد شهزاد هم په کابل کې له حبیب بینک لوبډلې سره یوځای شي.
د یادونې وړ ده چې دغو درې واړو لوبغاړو تراوسه کابل ته د راتګ او له حبیب بینک لوبډلې سره د افغانستان خلاف لوبیدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام