افغان نولس کلنه فوټبال ملي لوبډله فلسطین ته ولاړه

د افغانستان ۱۸ کسیزه ۱۹ کلنه فوټبال ملي لوبډله د اسیا په ۱۹ کلنو اتلولۍ جام فوټبال سیالیو کې د ګډون په موخه نن(چهار شنبه ) له کابل څخه د فلسطین په لور روانه شوه.

دغه راز له ملي لوبډلې سره حیات الله لوګروال د مشر روزونکي خو ظاهرحسني او سید رجب شاه معصومي د مرستیالانو په توګه ملتیا کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپانې په خپرولو سره وایي چې افغانستان  به د اسیا په ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو کې په (سي) ګروپ کې له عربي اماراتو، هندوستان او  کوربه فلسطین ۱۹ کلنو فوټبال ملي لوبدلو سره لوبې ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې د فلسطین په کوربتوب د اسیا ۱۹ کلنو فوټبال جام سیالیو موخه د ۲۰ کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کول دي.

د ورکړل شوي مهال ویش له مخې به افغانستان ددې سیالیو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له عربي اماراتو ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

افغانستان به دویمه لوبه د اکتوبرپه ۴ مه نیټه له کوربه فلسطین او د اکتوبر په ۶ مه نیټه له هندۍ ۱۹ کلنې لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین کریم د لوبډلې د رخصتولو پرمهال د لوبډلې د ښوو لاسته راوړنو تمه وښوده.

ښاغلي کریم له افغان لوبډلې وغوښتل ترڅو په خپلو لوبو؛ غم لړلي افغانان خوشحاله کړي او ډک لاس هیواد ته راستانه شي.

د فوټبال اسیايي شورا د معلوماتو له مخې چې په دې سیالیو کې د اسیا وچې د ۴۰ هیوادونو ۱۹ کلنې فوټبال ملي لوبډلې برخه لري چې په ۱۰ ګروپونو ویشل شوي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د هر ګروپ لومړی او دویم مقام ګټوونکي لوبډلې به ددې جام دویم پړاو ته غوره شي او له هغې وروسته به ترې غوره هیوادونه د فوټبال نړیوالې شورا لخوا پیلیدونکي ۲۰ کلنو فوټبال نړیوال جام سیالیو ته وټاکل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام