د افغانستان د (پارا المپیک) د وزن پورتهکولو فدراسیون معلول لوبغاړي محمدیوسف نبيزاده په نړۍوالو سیالیو کې په معلول وجود ۱۴۶ کیلو ګرامه وزن پورته کړی او راتلونکیو سترو المپیکي سیالیو ته یې لاره پیدا کړه.
د افغانستان د معلولو لوبغاړیو پارا المپیک کمېټې د رسنیو مسوول کبیرخوشبین په وینا، افغان لوبغاړي محمدیوسف د جاپان په کیتاکاشي ښار کې پارا المپيک سیالیو ته په غوراوي پړاو لوبو کې د زیات وزن په پورتهکولو سره د ۲۹ هېوادونو د لوبغاړیو په ډله کې ۸م مقام ترلاسه کړ او په المپیک کې یې خپل موجودیت یقیني کړ.
د ښاغلي خوشبین په وینا، بل افغان لوبغاړي حسیناغا بیا ونهکړی شول چې له سیالانو مخکې شي او د کم وزن په پورتهکولو سره یې المپیک سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه نهکړی شو.
د یادونې ده چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د وزن پورتهکولو کوم افغان لوبغاړی له غوراوي پړاو څخه پارا المپیک سیالیو ته لاره پیدا کوي.
دیادونې وړ ده چې د جاپان په کوربتوب د وزن پورتهکولو په غوراوي پړاو سیالیو کې ۲ افغان لوبغاړیو محمدیوسف نبيزاده او حسیناغا د جاوید صدیقي په روزنه کې برخه اخېستي وه.
ټاکل شوې، د معلولو لوبغاړیو ترمنځ په ۲۲ بېلابېلو ورزشي رشتو کې پارا المپيک سیالۍ د ۲۰۲۰ کال اګست په ۲۵مه د جاپان په پلازمېنې ټوکیو په کوربتوب وشي.