
د عمر ضیا او مارک شرکتونو مسوولان وايي، افغان ـ امریکايي پوهنتون شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر یې پوروړی دی.
د مارک تبلیغاتي شرکت استازی سمېع احمدي وايي، د دغه پوهنتون ادارې ته څو ځله ورغلی، خو نه دی توانېدلی چې خپلې پیسې ترلاسه کړي.
د عمر ضیا تدارکاتي شرکت رییس محمدعمر وايي، د امریکايي پوهنتون رییس د دغو پیسو له۲ تر ۵ سلنې پیسو ورکړې ته حاضر شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د نوي فصل ملي بهیر رییس او د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو د ملاتړ بنسټ عمومي مسوول عبدالنصیر رښتیا وايي، د افغان ـ امریکایي پوهنتون مسوولانن باید د دغو شرکتونو پورونه ورکړي. رښتیا پر عدلي او قضايي بنسټونو هم غږ کوي چې موضوع یې وڅېړي او د شرکتونو حقونه ورته وسپاري.

خو افغان ـ امریکايي پوهنتون سلاموطندار ته په لېږلې خبرپاڼه کې دا تورونه رد کړي دي.
یاد پوهنتون د عمر ضیا پر تدارکاتي شرکت تور پورې کړی چې د زدهکوونکیو په منځ کې وېره خپروي او په وینا یې، موضوع یې له کورنیو چارو وزارت سره هم شریکه کړې ده.
افغان ـ امریکايي پوهنتون داسې مهال د دوو کورنیو شرکتونو د پورونو پر نه ورکړې تورنېږي چې څه موده وړاندې د یاد پوهنتون رییس ډېوېډ سډني ویلي و، که د امریکا متحده ایالات په راتلونکي کال کې د نړیوالې پراختیايي ادارې بودیجه دغه پوهنتون ته ور نه کړي، فعالیتونه به یې ودرېږي.
اړوند مطالب:
افغان ـ امریکايي پوهنتون خپل فعالیت ته دوام ورکوي
افغان ـ امریکايي پوهنتون به د بودیجې نه ورکړې له کبله وتړل شي