.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه او مخ په وده ځوان سپنر بالر راشد خان شینواری غواړي، یو ورځ له شاهد خان افریدي سره وګوري او ترې د خپل بالینګ د ښوالي په موخه زده کړه وکړي.
راشد خان شینواري له کریک انفو وېبپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي، شاهد افریدي یې د لوبې پرمهال په تلویزون ولید او له هماغه وخت یې زده کړه پیل کړه.
د شینواري په وینا، د افریدي په څېربالینګ کول خوښوي او په دې تمه دی، چې د خپل بالینګ د لا ښوالي په خاطر یو ورځ له شاهد افریدي سره وګوري او ترې د څو بالونو د ښوالي له پاره زده کړه وکړي.
۱۸ کلن لیګ بریک ګوکلي بالر راشد په خپله مرکه کې ویلي، چې تراوسه یې یوازې د خپل بالینګ د ښوالي په موخه هندي سپنر بالر پویش چاولا سره لیدلي او سلا مشورې یې ترې اخیستلي دي.
.jpg)
د نوموړي په وینا، چاولا ورته د بنګله دېش خلاف له سیالیو مخکې د هندوستان په روزنیز کمپ کې ویلي و، چې هرڅه ښه روان دي خو یوازې باید د خپل بالینګ سرعت راکم کړي.
راشد په مرکه کې ویلي، د افغان کرکټ په ملي لوبډله کې ورسره پخوانيو لوبغاړو کپټان اصغرستانکزي، نبي عیسی خېل او شهزاد محمدي په فیلیډینګ، بېتینګ او بالینګ کې ډېره مرسته کړې، خو خوښې لوبغاړی یې نبي عیسی خېل دی.
دی وايي، نبي خوش اروا انسان دی او په موجودیت یې ټوله لوبډله خوښه وي.
د نوموړي په وینا، د بالینګ انداز یې شل اوریزو لوبو ته ښه برابر دی او له همدې کبله په دې هیله دی، چې د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې ورته د لوبېدو چانس برابر شي.
.jpg)
راشد ارمان ته د افغانستان په ۴ ورځنیو سیالیو لوبډله کې د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی، خو هیله مند دی، د افغانستان له پاره یو ورځ ټیسټ کرکټ هم وکړي.
ځوان راشد ارمان شینواری د لومړي ځل له پاره د افغانستان په کورني کرکټ کې د کوچیانو لوبډلې په ګټه لوبې وکړې چی بیا ورته په شپږیزه کې د لوبېدو چانس ورکړل او له هغه ځایه یې ځان په خپل استعداد د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ورساولو.
نوموړی اوسمهال د کپټان اصغرستانکزي له پاره ویکټ اخیستونکی بالر شمېرل کېږي، چې تراوسه یې د نړۍ غوره لوبغاړي سوزولي.