ټاکل شوې، د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله د روان کال په مارچ کې ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو له پاره په ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخلي.
د روان ۲۰۱۷ کال ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په پار به اسیایي ټاکنیزې سیالۍ د مارچ پر ۴ مه نېټه په مالیزیا کې پیل او تر ۸ ورځو به دوام وکړي.
د اسیا فوټبال شورا د دغو ټاکنیزو سیالیو مهالوېش او لوبډلوېش اعلان کړی، چې افغانستان به په کې د ۵ هېوادونو په لومړي ګروپ کې له بحرین، چین، ایران او کوربه مالیزیا لوبډلو سره سیالۍ وکړي، چې افغان فوټبال فدراسیون یې هم پخلی کړی.
د اسیا په ټاکنیزو ساحلي فوټبال سیالیو کې ټولټال ۱۳ لوبډلې برخه لري، چې په ۳ ګروپونو وېشل شوې دي، چی مالیزیا ته په کې د کوربتوب له کبله د افتخاري ګډون چانس ورکړل شوی.
د ورکړل شوي مهالوېش له مخې، به افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله خپله لومړۍ سیالي د مارچ پر ۴ مه نېټه د مالیزیا له ملي لوبډلې سره وکړي.
لومړی د فوټبال اسیایي شورا له خوا دغه سیالي د روانې جنورۍ له ۲۱ مې نېټې تر ۲۹ مې نېټې پلان شوې وې؛ خو بیا مارچ میاشتې ته وځنډول شوې.
د دغو سیالیو په (ب) ګروپ کې عمان، لبنان، ازبکستان او تایلینډ خو په وروستي (سي) ګروپ کې او جاپان، عربي امارات، عراق او قطر لوبډلې شاملې دي.
ویل کېږي، د روان ۲۰۱۷ کال ۹ م پړاو ساحلي فوټبال نړیوال جام سیالۍ د اپریل میاشتې پر ۲۷ مه نېټه د امریکا وچې په بهامس هېواد کې پیل شي.
په دې سیالیو کې به د نړۍ د بېلابېلو وچو څخه د ۱۶ هېوادونو ساحلي فوټبال ملي لوبډلې برخه واخلي او د مۍ میاشتی تر ۷ مې نېټې به د اتلولۍ له پاره ولوبېږي.
تراوسه نایجیریا، سینګال، ټاهیټي، ایټالیې، پولینډ، پرتګال، سویتزرلینډ او کوربه بهامس ساحلي فوټبال ملي لوبډلو د روان کال په نړیوال جام سیالیو کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.
اوسمهال د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کیې له (فیفا) سره ۱۰۸م لري، چې ۲۳ د ۲ ګولو پر وړاندې یې د تایلینډ خلاف تر ټولو ستره ماتې خوړلې؛ خو ۵ د ۳ ګولونو په مقابل کې یې د ترکمنستان پر خلاف ستره بریا شمېرل کېږي.
د یادونې ده، چې اوسمهال د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ د ډېرو هېوادونو نه مخې ۴۰م مقام لري.
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د وروستي ځل له پاره تېر کال د ویتنام په کوربتوب په ۵م پړاو اسیایي ساحلي فوټبال سیالیو کی ګډون وکړ او ښه وځلېد.