د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د کډوالو چارو وزیر سېد عالمي بلخي د ولسي جرګې نننۍ استجوابیه غونډې ته وویل، چې له دې وروسته به د افغانستان دولت له بهرنيو هېوادونو څخه هيڅ اخراج شوی افغان کډوال و نه مني.
یاد وزیران نن دوشنبه (نومبر۱۶مه) د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته په دې موخه را غوښتل شوي وو، چې له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اخراجولو په هکله د وکيلانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.
د بهرنيو چارو وزیر وویل، چې دوی په دې اړه د اروپايي هېوادونو سره خبرې کړې دي او په ۲۰۰۲م ز کال، چې کوم پوهاوي ليکونه د نړۍ یو شمېر هېوادونو سره لاسلیک شوي په هغو باندې به بېرته له سره غور وکړي.
نوموړي په دې اړه د يوې نوې طرحې له جوړولو هم خبر ورکړ، چې په دې به هم له اړوندو هېوادونو سره مذاکرات پېل کړي.
د رباني په وينا، په دغه طرحه کې راغلي، چې بهرني په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو په ۵ ډلو باید بېرته غور او له اخراجولو يې ډډه وکړي.
د هغه په خبره، دا ۵ ډلې عبارت دي له ماشومانو، ناروغانو، بې سرپرستو ښځو، هغه افغانان، چې په نا امنو سيمو کې ژوند کوي، د کورنيو هغه غړي، چې نيمايي يې په بهر کې قبول شوي او نيمايي په افغانستان کې پاتې دي باید له بهرنيو هېوادونو اخراج نه شي.
د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد د بهرنيو چارو وزیر پر څرګندونو د نيوکو ترڅنګ وايي، چې د نوي طرحې له مخې نه باید ټول افغانستان په امن او ناامنو ولايتونو وویشل شي، ځکه د هغه په وينا اوسمهال ټول افغانستان له ناامنيو سره مخ دی.
له بل لوري د کډوالو چارو وزیر سېد حسین عالمي بلخي وايي، چې دوی تر ډېره بریده د دې هڅه کړې، چې بهرنيو هېوادونو ته له تللو افغانانو د بېرته را ستنېدو څخه مخنيوی وکړي.
هغه وايي، چې اوسمهال افغانان له فقر، فزيکي او رواني ناامنيو سره مخ دي.
نوموړي خبرداری ورکړ، چې که افغان کډوال له اروپايي او نورو بهرنيو هېوادونو وویستل شي، نو دلته به په افغانستان کې د غربت له امله له ترهګرو سره یوځای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له اړوندو ادارو څخه لاس ته راغلي شمېرې ښيي، چې تر اوسه ۱۴۶ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته تللي.
د دغو له ډلې ۸۰ زره يې جرمني ته تللي او په دغه هېواد کې يې ۴۳ سلنه منل شوي دي.