افغان دولت د سولې له بهیره د ناټو او روسیې د ملاتړ هرکلی کوي

د ناټو او په دغه سازمان کې د روسیې فدراسیون ځانګړي استازي ترمنځ په ګډه غونډه کې د نورو نړیوالو مسلو ترڅنګ د افغانستان مسلې په اړه هم خبرې شوي دي.

غونډه کې د ناټو سرمنشي یانس ستولنبرګ په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي، طالبانو سره د روسیې مالي او پوځي ملاتړ په هکله د خپرو شویو ریپوټونو په اړه ناټو کره شواهد نه لري. 

یانس ستولنبرګ دغې غونډه کې ویلي، چې ناټو او روسیه د افغانانو په مشرۍ په خپل هېواد کې د سولې  بهیر ملاتړ کړی؛ دواړه لوري د افغانستان په سوله اوامنیت کې ګډی ګټې لري او د افغانستان امنیت د سیمې امنیت له‌پاره مهم دی.

افغان دولت د ناټو او روسي چارواکو د څرګندونو هرکلی کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندشکیب مستغنی سلام وطندار ته وویل، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې خبرو د ملاتړه هرکلی کوي.

شکیب وايي، د کابل پروسې په غونډه کې هم د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړي او د هر ډول همکاریو ژمنه یې وکړه.

په بروکسیل کې د ناټو او روسیې ګډی غونډې په پای کې د دغه سازمان له‌پاره د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو هم منلې، چې د ناټو او روسیې ترمنځ په دې اړه ګډ پوهاوی شته چې د افغانستان ناامني د سیمې هېوادونو ته سرایت ونه کړي.

ګروشکو په افغانستان کې د ناټو د همکاریو زیاتېدو غوښتنه هم کړی ده. 

د چاروشنونکی وایي، د افغان سولې په اړه د ناټو اوروسیې ګډ دریځ د افغانانو په ګټه دی.

د سیاسي چارو څېړونکی جاوید غفور وویل، د سیمې هېوادونو او ناټو له‌پاره ډېره مهمه ده، ځکه چې په افغانستان کې ماتې په ټوله کې د ناټو د ماتې په معنا ده.

دی زیاتوي دغه حالت د سیمې هېوادونو له‌پا ره په دې مهم  دی، چې په افغانستان کې د وضعیت په خرابوالي سره ترهګرې ډلې پیاوړې او د نشه یې توکو کرکېله او قاچاق ورسره ریاتېږي، چې دا د روسیې ملي امنیت هم ګواښي.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم هم وایي، د ناټو او روسي چارواکو ترمنځ د افغانستان په حالاتو خبرې یو ښه ګام دی؛ خو امکان نه لري، چې روسان دې له طالبانو یا نوروسیاستوالو سره اړیکې ونه لري.

انتظار زیاتوي، ناټو او روسیه په افغانستان کې خپلې ګټې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام