د پکتيا په مرکز ګردېز کې د پکتيا، خوست، پکتيکا او لوګر شاوخو ۶۰۰ قوميمشرانو او دينيعالمانو په بينالافغاني خبرو اترو ټینګار او له دواړو لوريو د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه.
دا غونډه ـ چې د لويې پکتيا د بېطرفه جرګې له لوري رابلل شوېوه ـ قومي مشرانو پهکې بېلابېلې غوښتنې لرلې.
دوی غوښتنه کوله چې بهرني ځواکونو دې له افغانستانه د وتلو خپل مهالوېش اعلان کړي او وسلوال طالبان دې په مستقيم ډول له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کېني.
د غونډې ويناوال حاجي خواني جهاني وويل چې د دې جګړې تاون تر ډېره ولسي خلکو ته رسېږي او په دوامداره سوله ډېرې ګټې پرتې دي.
دوی خبرداری ورکوي، تر هغو به له دواړو لورویو سره د خپل غږ شریکولو هڅې روانې وساتي چې پایله یې نه وي ورکړي.
د غونډې په پای کې پرېکړهليک هم ولوستل شو. پهدې پريکړهليک کې خپلمنځي خبرو ته لومړيتوب، د اوربند پر اعلان ټینګار، په شپنيو عملياتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام او د امريکايي ځواکونو له لوري د وتلو مهالوېش باندې کار کول غوښتل شوي وو.
د سولې وروستیو هلې ـ ځلې که څه هم د حکومتي چارواکیو په نه حضور کې روانې دي؛ خو بیا هم ولس هیلهمن دی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شي.
د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو سیاسي مرستیال او د قطر دفتر رییس ملاعبدالغني برادر ترمنځ پنځم پړاو خبرېاترې تېره اوونۍ له ۱۶ورځو وروسته پای ته ورسېدلې. دواړو لوریو پهدې خبرو کې د پرمختګ ډاډ ورکړیدی.
ورته مطالب:
محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍوال تروریزم د ختمېدو معنا ونهلري
«حکومت او سیاستوال دې د سولې په اړه ګډ دریځ غوره کړي»
پکتیا لاریون؛ طالبان دې د پردیو په لارښوونه تخریب نهکوي