افغان تکواندو کار د ځوانانو المپیک سیالیو ته لاره پیداکړه

د ځوانانو المپيک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د تکواندو سیالۍ د تونس هېواد په کوربتوب ترسره شوې چې په کې نثاراحمد عبدالرحیمزي افغانستان ته ستر ویاړ ورپه برخه کړ.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د نشرانو مسوول عارف پیمان سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، افغان تکواندو لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحیمزي په مثبت ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې صربستاني لوبغاړي ویکتور یوسکیچ ته ۲۰ د ۴ امتیازونو په وړاندې ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لاره پیداکړه.

ویکتور په ۴ بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ۴ مډالونه هم ګټلي وو خو د افغان په وړاندې ماتې ته تسلیم شو او له مخکې تګ پاتې شو.

د مخکې تګ او نیمه پای لوبې ته د رسیدو له‌پاره افغان لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحیمزي له ایراني لوبغاړي محمد خاني سره لوبه وکړه چې په خپل وزن کې په نړیواله او اسیایي کچه اتل شوی هم و خو دغه لوبه یې په لومړیو کې د شپږ شپږ امتیازونو برابرۍ سره سره په پایله کې ۹ د ۶ امتیازونو په وړاندې وبایلله.

د تونس په کوربتوب د ځوانانو المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه په غوراوي پړاو کې د افغانستان د ۲ لوبغاړو په شمول د نړۍ د ۱۱۱ هېوادونو څخه ۴۳۸ لوبغاړو په ۱۰ بېلابېلو ښځینه او نارینه وزنونو کې برخه اخیستې وه چې د اپریل په ۶مه پیل شوي او تر ۱۳مې نېټې به د یاد هېواد په الحمامات ښار کې سیالۍ ترسره کړي.

ټاکل شوې ده افغان تکواندو لوبغاړی نثاراحمد عبدالرحیمزی به اوس د روان کال په اکتوبر میاشت کې د ځوانانو په المپيک سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د سږ کال ځوانانو المپیک نړیوالې سیالۍ د اکتوبر میاشتې له ۶مې تر ۱۸مې نېټې د ارجنټاین په پلازمېنه بونس ایریس ښار کې ترسره کېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، د افغان لوبغاړي نثاراحمد عبدالرحمیزي په شمول به په دې سیالیو کې د ۲۰۶ غړیو هېوادونو څخه ۳۸۳۶ تکړه لوبغاړي ولوبیږي.

د ځوانانو المپیک سیالیو ته د لارې موندنې سیالۍ د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۹۶ کال کې داسپانیی په بارسلونا کې وشوې او سږکال ۱۲م پړاو سیالۍ دي چې د لومړي ځل له‌پاره په تونس هېواد کې ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام