افغانستان کې پر کورونا اخته درېيم کس روغ شو

د هرات د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، په دې ولايت کې دويم کس چې پر کورونا اخته و، روغ شوی دی.

د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالحکیم تمنا وايي، له قرنطين وروسته د ياد روغ شوي ۶۵ کلن سړي درېيمه ازموينه منفي وه او له روغتون نه کور ته ولېږل شو.

له دې وړاندې هم يو کس په هرات او يو کس هم چې په دايکندي کې پر کورونا اخته و، روغ شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۹۴ ته رسېدلی دی چې له دې ډلې ۳ يې ښه شوي دي او ۴ يې مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام