افغانستان کې د وګړیو د نابرابرۍ کچه لوړه شوې

یو شمېر مدني بنسټونه له نابرابرۍ سره د نړیوال کمپاین په وروستۍ ورځ وايي، د هېواد په ښارونو او کلیو کې ډېری خلک له فقر او بې‌وزلۍ سره مخ دي.

د دوی په وینا، فساد، زورواکي او کورنۍ جګړې لامل شوي چې په افغانستان کې د نابرابرۍ کچه له ټيټې درجې، منځنۍ هغې ته پورته شي او دا د اندېنښنې وړ موضوع ده.

مدني فعاله نجیبه ایوبي، له نابرابرۍ سره د مبارزې نړیوال کمپاین چې په افغانستان کې د «سویلي اسیا د ټولو لپاره عادلانه کړئ» په نوم کمپاین نابرابرۍ ته د دولتونو، په ځانګړې توګه د افغان دولت پام اړولو، د فقر له منځه وړلو او له نابرابرۍ سره د مبارزې لپاره د مدني ډلو د راغونډولو په موخه پیل شوی و.

بې‌وزلي، نیستي او د ژمي رارسېدو د کورنیو بې‌ځایه شویو ژوند ستونزمن کړی

د نوموړې په وینا، له ۱۹۸۰ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د وګړیو ناانډولي په ټیټه کچه کې وه، خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی او دا په افغانستان کې د ناانډولۍ ښکارندويي کوي.

بله‌خوا د افغان ښځو شبکې بله غړې روشن مشعل وايي، د سویلي اسیا د اتحاد دفتر په همکارۍ د بې‌وزلۍ له منځه وړلو لپاره هڅې کوي چې سویلي اسیا، په ځانګړې توګه افغان حکومت د وګړیو ترمنځ د انډول برابرولو مسوولیت لري او په‌دې اړه ځواب ویونکی دی.

په همدې حال کې د مدني ټولنې غړیو په یوه پرېکړهلیک کې چې شپږ مادې یې لرلې، له افغان حکومته وغوښتل چې د بډایو او بې‌وزلو ترمنځ انډول، د ښځو پر وړاندې د تبعیض او په وړیا توګه د ښځو له کار کولو د مخنیوي، د کار په توګه د ښځو له لوري د کورنیو کارونو محاسبې، له ډېموکراټیکو حقونو او د قوانینو له اجرا نه دوامداره ملاتړ، او د نابرابریو پر وړاندې د عدالت غوښتنې په موخه د مدني ټولنې لپاره د سالمې فضا رامنځ ته کولو برخې ته جدي پام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام