نن په کابل کې د ملي یووالي حکومت اجرایويي رییس او ځېنو دولتي چارواکیو د لومړي ځل لهپاره د افغانستان د جلغوزیو د سوداګرۍ لومړۍ ټولنه پرانېستله.
د دې ټولنې مشر یحيخان ځدراڼ وویل چې په سویلي او ختیځو ولایتونو کې د جلغوزیو او وچو میوو تولید له امله کال کې تر میلیاردونو ډالرو عواید ترلاسه کېږي چې د جلغوزیو سوداګرۍ ټولنې په جوړېدو سره به د وچو میوو تولید کچه نوره هم لوړه شي.
ښاغلي ځدراڼ وویل، لویه پکتیا کې به د دوی د سوداګریز پلان سره سم، د وچو میوو د تولید او پروسېس او د باغونو پراختیا لهپاره چټک ګامونه پورته شي.
د ده په خبره، د دې ټولنې له جوړېدا سره به له سوداګریزو بنسټونو سره د اړیکو نیولو، د ظرفیتونو د لوړولو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو او بازازموندنې هڅې ګړندۍ شي.
ښاغلي ځدراڼ وویل، راتلونکیو څوو میاشتو کې به کابل کې د جلغوزیو د پروسېس یوه کارخونه جوړه کړي او وروسته به دغه لړۍ یو شمېر ولایتونو ته هم وغځوي.
د جلغوزیو د سوداګرۍ ټولنې مشر همداراز له حکومته د ځکمو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله چې د جلغوزیو د سوداګرۍ ټولنې پرانېستې مراسمو کې یې برخه اخېستې وه؛ ژمنه وکړه چې حکومت له خصوصی سکتور سره مرستو ته چمتو دی.
ښاغلی عبدالله عبدالله د جلغوزیو ټولنې جوړول د افغانستان د تولیداتو په برخه کې ګټور ګام بولي، وايي اړتیا ده چې خصوصي سکتور نورو لایتونو کې هم ورته ګام پورته کړي.
اجرایوي رییس زیاته کړه، افغانستان بېلابېلو برخو کې ښه تولیدات لري؛ خو له بدهمرغه نړۍوالو بازارونو ته د نورو هېوادونو په نوم صادرېږي.
جلغوزي د هېواد له مهمو صادراتو شمېرل کېږي چې کال کې د شاوخوا ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نږدې ۳۳ زره میتریک ټنه جلغوزي تولیدېږي چې لهدې شمېر یې زر ټنه د افغانستان له لارې او پاتې نور یې د پاکستان له ادرسه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.